ایکنانیوز له خراسان رضوي راپور راکړ،د قرآني چارو څيړاند او ژباړن مرتضی کریمی نیا د ؛مصحف مشهد رشوي ؛په عنوان سره دلومړۍ قمری پيړۍپه حجازي خط د قرآن د لاسلیک شوي بشپړ ټولګې د مخ کتنې په دستورو کې چې رضوی سپيڅلی حرم د مرکزی کتابتون په قدس هال کې ترسره شوې ، ددغه اثر د جزئياتو په باب ووئيل، مصحف مشهد رضوي یوعنوان دی په پخوانی حجازي خط سره دوو قرآني نسخو دټولګې لپاره ، په قدس رضوي کتابتون کې په ۱۸ او ۳۱۱۶ شمیرو سره چې دواه یو قرآن جوړوی.
هغه زیاته کړه،دغه اثر تراوسه پورې په درستې نړۍ کې د لومړۍ هجری قمري پيړۍ څخه په ۲۵۲ پاڼو سره، د یوه بشپړ قرآن د پاټو یوه بشپړ ټولګه ګڼل کیږي چې د قرآن د متن څه دپاسه ۹۵فیصدي برخه لري. ددغه مصحف د متن ځانګړنو ته په پام سره ،د رسم،د املاي غرائب ،د قرآئتونو اختلاف، د سورو ترتیب او کیښودل او په نهایت ې د ۱۴کاربنو د ډيرو ازمیښتونو په اساس، اوس روښآنه شوې ده چې ددغې نسخې اصلي برخه په لومړۍ قمری پیړۍ کې کتابت شوې ده.
ددغه اثر څیړاند په دوام کې ووئيل، ددغه مصحف د ځانګړنو ټولګه،په حجازی خط سره د پخوانیو قرآنونو څخه ډيره کمه یوه نسخه ترګوتو کیږي. له دې امله ؛مصحف مشهد رضوي، په لومړۍ هجری قمری پيړۍ کې د قرآن کریم د متن د تاریخ له بدلونونو څخه د مونږ په پیژندګلوۍ کې یو ترټولو عیني سند دی.
کریمي نیا دغه راز زیاته کړه ،مصحف مشهد رضوي د پُستکي په یوې سترې ټوټې(کابو50*35 سینټي میټر) په مدینې یا کوفې کې په لومړی قمری پيړۍ کې کتابت شوی او تر څورووستیو پیړیو پورې احتمالا په کوفې کې ساتل شوې ده. دغه اثر په ورپسې پیړیو کې خراسان ته منتقل شوی او د نیشابور د عالمانو اومقریانو په ختیار کې ورکړل شوې ده.
هغه ووئيل، د پنځمې قمري پیړۍ په وروستیو کې ددغې نسخې خاوند د نسخې په پيل کې د یوې وقف نامې په لیکلو سره دا د حضرت امام رضا علیه السلام حرم ته وقف کړې ده.
د قرآن کریم د چارو دغه څيړاند روښانه کړې ده ،د قرآن کریم لاسلیک شوي او ترټولوپخواني حجازي مصحفونه د لومړۍ او دوهمې قمری پيړۍ څخه پاتې شونی لرغونی اثر دي چې په ظاهر کې ئې خط ،ښي لاس ته کوږ دی.په درستې نړۍ ې: دغه پيژندل شوي مصحفنه له پنځوسو نمونو هم لا کم دي چې له هغو ځينی ، دوه یا څو پاڼې ئې باقي پاتې دي .په دې مینځومیان کې د مصحف مشهد رضوي په څه دپاسه ۲۵۲ پاڼو سره او د قرآن د متن څه دپاسه ۹۵فیصدی برخې په درلودلو سره د لومړۍ قمری پيړۍ څخه د لاسلیک شوي قرآن یو ترټولو بشپړ سند او ترټولو زیاتې پاڼې لرونکی قرآن شمیرل کیږي.