ایکنانیوز راپور راکړ، د سیمې د چارو کارپوه او د ایکنا د پښتو څانګې مسئول حامد حسین سیماب دغزې د وروستیو غمیزو په باب د سحر افغانستان ټيلیویژنی چینل سره په په مرکې کې ووئيل، د وحشي صهیونیسټي رژيم جنایتونه تر هغه حده رسیدلی دي چې انسانیّت ورڅځه شرمیږي او دا جنایتونه او وحشیتوب به بلاخره هم پاي ته رسیږي او دغه سپیر او جنایتکار رژيم به دمقاومتی چورلیز په وړاندې په ګونډو کیږي. هغه روښانه کړې ده چې ظلم بلاخره هم پاي ته رسیږي او هیڅکله هم یو رژیم د ظلم په مټ تل تر تله نه پاتیکیږي او دا د مظلومانو په تیره بیا د نوزیږو مظلومانو وینه ده چې وحشي جنایکار رژیم به لاهو کړي.
ښاغلی سیماب په دغو خبرو کې د ګردي میز په بڼه وې او دافغانستان داوسني حکومت یو لوړپوړی چارواکی مولوی مجاهد هم د وبینار له لارې ورسره یو خاي شوی ؤ ،ووئيلاسلامی نړۍ باید په خود کې شي او د خپلو فلسطینیو خوئيندو او وروڼو او بچیانو د مرستې چغې ته دې لبیک ووائي او یوازې په شعارونو سره دې له مسئولیّته ځان نه خلاصوي ،ځکه چې اوس یوازې د شعارونو وخت نه دی ،بلکې باید د فلسطین له مظلوم او بې څوکه ولس سره عملي مرستې وشي چې د جنایتکارو او خبیثو وحشیانو سره په ډغرې سره د خپل ټاټوبی دفاع کوي او د مسلمانانو دلومړنۍ قیبلې بیت المقدس د آزادولو هوډ ئې کړی دی.
ددغه ګردی میز بشپړ ویډیوئي کلیپ مونږ په دوو برخو ویشلی دی ، نو په دې شیبو کې ئې لومړنۍ برخې ته ستاسو پام راغواړو.
