
ایکنا نیوز – په تهران کې دیره دافغانستان دقاریانو او حافظانو د ټولګې مسئول محمد باقر جعفري ایکنانیوز سره په خبرو کې په ایران کې ددیره افغانانو دځانګړي قرآن کریم سیالیو د لومړي پړاؤ ترسره کیدا ته په اشارې سره ووئيل، د فائزون سیالیو لومړنۍ پړاؤ په دوو مرحلو کې ،یعنی مقدماتی مرحله په مجازي یا وبینار بڼه او نهائي مرحله هم په حضوری توګه، د لیندۍ له وروستیو راهسې تر سلواغې میاشتې پورې ترسره کیږي.
جعفري دې ته په اشارې سره چې د نامو ثبتول به د لیندۍ له لومړۍ نیتې تر پنځلمسې نیټې پورې وي ، زیاته کړه،د سیالیو دغه پړاؤ د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآڼ د سیالیو د غږملونکي عالی کمیټې په مجوز او د مهاجرت دملی ادارې په ملاتړ سره په درو څانګو کې ،یعنی د تحقیق په قرائت ، د ترتیل په قرآئت او د ټول قرآن د حفظ په برخو کې کې او له شپاړس کلونو په زیات عمر لرونکو سړیو ترمینځ ترسره کیږي.
هغه ووئيل، د مالی تامینیدا او اجرائي محدودیّتونو ته په پام سره ، د محترمو میرمنو له شتونه په بخښنې غوښتنې سره هیله مند یوو چې په نزدې راتلونکي کې شرایط برابرشي او د دوی بزرګوارانو په خدمت کې به هم وو.
جعفری ددې خبرې په کولو سره چې فائزون سیالۍ د د مهاجرو د قرآني غوره کسانو د پيژندګلوۍ او د دوی د وړتیاؤ د غوړیدا و او ودې لپاره د مناسبو شرائطو درامینځةکولوپه موخې سره تدبیر شوي دي،ووئيل،په ایران کې له دیره عامو افغان مهاجرینو څخه همداراز استاذانو او قاریانو او حافظانو څخه غواړو چې په دغو سیالیو کې په ګډون سره خپلې وړتیا وې نندارې ته وړاندې کړي او د اطلاع رسونې لپاره د دغې ویبپانې له لارې https://www.faezoun.com د مهاجرینو لپاره دقرآنی فعالیتونو ددودیدا او پراختیا په لړ کې مشترګ ګامونه پورته کړو ان شاالله
https://iqna.ir/fa/news/4183470