ایکنا-(تایلینډ) ښاغلی آرون بونشام په انتخاباتو کې په بریالیتوب سره د تایلینډ د نولسم شیخ الاسلام او د دغه هیواد د مسلمانانو د معنوي رهبر په توګه وټاکل شو.

ایکنانیوز راپور راکړ،په دغو انتخاباتو کې چې د چارشنبې په ورځې د جوماتونو د امامانو په شتون سره ترسره شوي،ښاغلی بونشام د رایو په اکثریت سره،د تایلینډ د شیخ الاسلام په توګه وټاکل شو.هغه ۴۱۷رائ وګټل شوې او لو نورو کاندیدانو چې په ترتیب سره ئې ۱۲۹ او ۱۱۵راي ګټلي دي ، برلاسه شو .
د تایلینډ پخوانی شیخ الاسلام شیخ عزیز پیتاکومپال په تلې یا میزان میاشت کې د یوې ناروغۍ له امله وفات شوی دی .پپه تایلینډ کې دشیخ الاسلامئ مسند چې شیخ احمد قمي تاسیس کړې،د پاچائۍ تر نظر لاندې یو هغه مرکز دی چې د هیواد دمسلمانانو د چارو د غږملولو لپاره جوړشوی دی.دغه مسند په پیل کې د پاچا په وسیله په مستقیم ډول منصوبید او داهم وئيل شوي چې د تایلینډ دیارلسم شیخ الاسلام یو شیعه عالم ؤ خو د اهل تسنن د آبادۍ په زیاتوالی او په هیواد کې د سیاسی او اجتماعي بدلونونو په راتلو سره،د شیخ الاسلام انتخاب د جوماتونو د امامانو او نمایندګانو په وراي اخستلو سره ټاکل کیږي. له څوارلسم شیخ الاسلام څخه رانیولې تر دې دمه پورې ټول شیخ الاسلام دوي اهل تسنن څخه دي .بونشام چې د بانکاک اسلامی کمیټې مشري هم په اختیار کې لري،په مختلفو پوهنتونونو او اسلامی مرکزونو کې دعربی ژبې او اسلامی علومو تدریس کوي.
هغه د سوخوتائ پوهنتون او دمدینې دعلومواو حدیثو له پوهنتونه فارغ التحصیل دی او داسلامی علومو او عربی ژبې دتدریس په زمینې کې فعالیت کوي.
او س د تایلینډ داخلی وزارت د بونشام نامه د نهائي تائيد لپاره او د دحکم د لاسلیک لپاره دتایلینډ پاچائي دربار ته لیږلی دی .د یادولو ده چې د ایران د اسلامی جمهورتی د کلتور او اسلامی ارتباطاتو د ادارې مشر حجةالاسلام ایماني پور تایلینډ ته پخپل وروستي سفر کې له ښاغلی ارون بونشام سره کتنه او خبرې اترې کړي دي.حجةالاسلام ایماني پور په یوه پیغام کې د تایلینډ د شیخ الاسلام په توګه دهغه ټاکل کیدا په مناسبت ورته مبارکي وئيلې ده .