IQNA

د لبنان نابینا حافظه وائي ،غواړم د قرآن انساني او اخلاقي پیغام خپور کړم

7:23 - December 05, 2023
د خبر لمبر: 3488373
ایکنا-(بیروت) د لبنان یوه نابینا میرمن چې دټول قرآن حافظه ده ، وائي،هیله منه یم وتوانیږم د خپلې قرآنی پوهې په پراختیا سره په خلکو کې ددغه الهي  کتاب انساني او اخلاقي پيغام خور کړم.

ایکنانیوز له لبنانه راپور راکوي، ددسمبر  نیټه د پرکوَټو  نړیواله  ورځ ده ددغې نړیوالې ورځې په مناسبت چې  له ۱۹۹۲ کال راهسې د ملګروملتو  له خوا نومول شوې ده ،په مختلفو هیوادونو کې په پرتم سره لمانځل کیږي.ددغې ورځې  لمانځل د پرکوَټو کسانو له کرامت، حقوقو او هوساینې څخه د عمومي ملاتړ جلبول   او له پرکوَټوالي سره د اړونده مسئلو په باب پوهونه ده . سږکال ددغې ورځې شعار هم د ؛ تل پاتې پراختتیا ته د رسیدا لپاره په عمل کې متحد شونه،مرسته او د پرکوَټو د ځانګړتیاؤ او اړتیاو په باب عمومی پوهنه ده.

د اسلام په پاک  دین کې د پرکوَاټوالی موضوع ته خاص پام شوی دی . په اسلام کې ، د معلولیّت علت د پرکوَټو  کسانو  یا د دوي د مور پلار  ناسمو اعمالو له امله نه دی،بلکې د اسلام له نظره ، معلولیّت یا پرکوَټوالی  دخداي وندمتعال له خوا یو امتحان دی. قرآن کریم خلکو ته سپارښتنه کوي، چې له توان لرونکو یا کم ذهنه  کسانو سره په مهربانۍ سره چلند وکړئ او  د پرکوَټو  کسانو ملاتړ وکړئ . دحضرت محمد مصطفی(ص) په سیرت کې راغلي دي، چې دوي له پرکوټو کسانو سره په احترام سره چلند کاوهّ.

قرآني لاره ،له ماشوموالی تر استاذئ ترحده ؛

 میرمن فاطمه دخپلې معرفي کولو په وخت وائي، زه د جنوبی لبنان اوسیدونکې یم  او ۲۵کلنه یم،د لبنان د پوهنتون د ادبیاتو  او انساني علومو په پوهنځي کې درس وایم.

هغه زیاتوي، د قرآن کریم د حفظ کولو طرح  مو له پنځلس کلنۍ پیل کړ،هغه مهال چې یو نوی استاد چې د ټول قرآن کریم حافظ او نابینا  شیخ ؤ موسیسې ته وارد شو. هغه په دوام کې وائي ،درې نیم کاله تیر شول څو ټول قرآن کریم حفظ کړم  او په اولس نیم کلنۍ کې  مو حفظ پاي ته ورساوه  او دخدای تعالی په مهربانۍ سره دمګړئ د قرآن کریم د حفظ اوقرائت تدریس کوم. زما فعالیتونه  د قرآن د حفظ او قرائت په داخلی او نړیوالو سیالیو کې د کډون او تدریس  او په مختلفو مناسبتونو کې د قرآنی محفلونو او نورو دستورو کې ګډون دی.

میرمن فاطمه یونس  د  یوې پوښتنې په ځواب کې ووئيل ، یوه ډيره په زړه پورې هیله لرم ،هر انسان ځینی هیلې اوامیدونه لري،زه هم امیدواره یم او له خداوندمتعاله غواړو چې  په خلکو کې د قرآن  کریم د انساني او اخلاقي پیغام  د خپرولو  په چارې کې راته توفیق راکړي. همداراز له متعال خدایه غواړم  چې  د حضرت ولی العصر امام الزمان(عجَ) زیارت وکړم.

https://iqna.ir/fa/news/4185712

captcha