ایکنانیوز راپور ورکړ، د مشکات قرآن نړیوالو او ولسی سیالیو دریم پړاؤ د جزئياتو د بیانولو خبری کنفرانس د کوهسار د جمعې امام او د مشکات د قرآني موسیسې دعمومی مدیر حجةالاسلام مجتبی محمدي د سیالیو پړاؤ دترسره کونکو یو شمیر مدیرانو په شتون سره ترسره شو.
د مشکات قرآنی موسیسې عمومی مدیر ددې خبرې په کولو سره چې مشکات موسیسې د خپلو سیالیو پیل له کرجه وکړ او اوس د مشکات قرآن کریم دنړیوالو سیالیو دریمې مرحلې ته رسیدلي یوو،ووئيل، د دټول قرآن دحفظ په برخې کې دهیواد په داخل کې تبلیغات نه لرو ،ځکه چې دمشکات سیالیو د هیواد ترتولو برلاسه کسان دغې مرحلې ته لاره مومي ، خو په نورو هیوادونو کې دمونږ تبلیغات پیل شوي دي ، همداراز په داخل او خارج کې دتقلیدي قرآئت په برخې کې هم دغه سیالي پرمخ ځي.
هغه ددغو سیالیو خاصې ځانګړنې ته په اشارې سره ووئيل ، په دغو سیالیو کې مونږ هیوادونو ته اعلان نه کوو ، چې یو کس په سیالۍ کې دګډون لپاره راولیږئ ،بلکې په آزاد ډول له هغوي سره ارتباط ټينګوو او هرڅوک له هر هیواده په دغو سیالیو کې ګډون کولی شي.تیر کال هم له ۷۳ هیوادونو سیالانو ګډون درلود،خو له هر هیواده نهائي مرحلې ته یو کس معرفی کیږي.
محمدی ووئيل، سږکال ددغو سیالیو ددغه پړاؤ نهائي مرحله د قدس رضوي د آستان د تولیّت په ملګرتیا سره د حضرت امام رضا علیه السلام په سپيڅلي حرم کې د سلواغې د میاشتې په ۱۷ او ۱۸نیټه ترسره کیږي. او د امام رضا حرم کې به ایراني او بهرنی قاضیان کیښني او ددغو سیالیو قضاؤت به کوي. ددغوسیالیو پایزې دستورې د رسول اکرم (ص) د مبعث په شپه د امام رضا علیه السلام په مقدس حرم کې دمشهد مقدس ښار د قرآن کریم د عاشقانو په شتون سره ترسره کیږي.
هغه ددغو سیالیو ددغه پړاؤ جایزو ته په اشارې سره هم ووئیل، چې د لومړی ګټونکي ته به سل میلیون تومان ،دوهم ګټونکي ته اتیا میلیون تومکان او دریم ګټونکي ته به هم اویا میلیون تومان جایزه ورکړل شي ،البته له دریم او تر اوم لمبر پورې ګټونکوته به هر یوه ته لس میلیون تومان جایزه ورکړل شي.
هغه دغه راز ددې خبرې په کولوسره چې په بهر او داخل کې ددغو سیالیو کمپاین پیل شوی زیاته کړه ، په ایران کې د نامو ثبتول پیل شوي دی او د مرغومې دمیاشتې تر ۲۲ پورې به دوام ولري .
باید ووئيل شي،چې ددغو سیالیو په باب د لازیاتو اطلاعاتو دترلاسه کولو لپاره ددغو سیالیو دارالانشاءویب پاڼې www.MQMeshkat.ir ته مراجعه کولی شئ
https://iqna.ir/fa/news/4190864