ایکنا- د بقرې سوره په 286آیتونو سره د اسلام د اعتقادي اصولو او ډيرو عبادي عملی،اقتصادي ،اجتماعی وسیاسي مسئلو له پلوه ترټولو جامعه سوره ده.

بقرې سوره په مدینې منورې کې نازله شوې ده او دقرآن کریم ترتولو لویه سوره ده چې 286 آيتونه لري .ددغې نامې ټاکل، په دغې سورې کې د ؛بی اسرائيلو غوا؛ د داستان بیانول دي.
د اسلام د اعتقادی اصولو او ډيرو عملی مسئلو (یعنی عبادي،اجتماعي ،سیاسی ،سیاسی او اقتصادي) مسئلو له نظره نه انکریدونکې ده . په دغې سورې کې ډیرې داسې موضوعګانې مطرح شوي دي چې لیسټ ئې ډير اوږد د ی البته ځيني ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.
ددغې سورې په فضیلت کې د اسلام ګران پیغمبر(ص) څخه وپوښتل شول ؛ د قرآن کومه یوه سوره لا برلاسه ده .؟ وې فرمائيل؛ بقره سوره ،عرض وشو ،د بقرې سورې کوم یو آیت افضل دی ؟ وې فرمائيل، آیةالکرسي: