ایکنا دالعالم ټيلیویژنی چینل له قوله راپور راکړ،دامریکا فاسټ فوډ لوي شرکت،په مسلمانو هیوادونو کې په غزې کې کې د فلسطینیانو له ډله ایزو وژلو په اوج کې له اسرائيلي رژيم کابینې څخه د ملاتړ په دلیل ، له سخت بایکاټ سره مخ شوی دی.
رشیا ټوډې په یوه راپور کې وئيلی دي ،مک ډونالډ شرکت له اسرائيلي رژيم څخه د ملاتړ په دلیل د لویدیځي آسیا او له هغې ورآخوا په ډيرو بازارونو کې د پام وړ تجارتي ځوړتیا سره مخ شوی دی.
داپه داسې حال کې دي چې ځينو فکر کاوۀد اسرائيلی شیانو د بایکاټ پلان څه خاص ګټه نه لري ، همداراز د bds په څير د اسرائيلي شیانو دبایکاټ غورځنګونه ئې یو ناکام پلان باله، خو د طوفان الاقصا ناڅاپی عملیات ااو د صهیونزم د اصلی څيرې پيژندګلوۍ وښودله چې اقتصادي کمپنیانې پوهې شوي دي ،له دغه ماشوم وژونکي رژيم څخه هر ډول اړوندوالی او ملاتړ د دوي لباره ډير منفي اړخونه په ځان پسې لري.
د فلسطین له مظلومانو څخه په ملاتړ کې د اسلامي نړۍ دا قداماتو پیروکارو له نیواکګر رژيم سره اړونده شرکتونو او دهغوي د خدماتو اوا محصولاتو دبایکاټولو لپاره په درستې دنیا کې عمومي غورځنګونه شروع کړي دي، دوو سترو شرکتونو چې ددغو ټارګټونو په نښه شوي دي ،مک ډونالډ او اسټارباکس ستر شرکتونه دي.
څو اونۍ مخکې د ملایشیا مک ډونالډد آنروا دکمپین ل منظمونکو څخه د اسرائيلو د بایکاټ او نه پانګونې غورځنګ یعني Boycott, Divestment and Sanctions (BDS) د یوه شکایت په مطرح کولو سره،اعلان کړی دی،چې دغه شرکت ددغه غورځنګ د تبلیغاتو په دلیل ،یو اعشاریه درې میلیون ډالره تاوان کړی دی .همداراز دتایلینډ په مسلمان میشته صوبو کې مسلمانانو ورته اقدامات هم ترسره کړي،څو د صهیونیسټ رژیم جنایتونو او دهغوي په ملاتړو باندې خپل اعتراض نندارې ته وړاندې کړي .