ایکنانیوز د پاک آبزرور قوله راپور راکړ،په دغه سمینار کې چې د نوموړي پوهنتون د عربی او اسلامی معارفو د پوهنځي د مشر شاه محی الدین په مشرۍ ترسره شوی یو وینا وال او د پنجاب پوهنتون لوړپوړي پروفسیر راشد ارشد پخپلو څرګندونو کې د فکري او اخلاقي مسئلو باندې په ارزونې کې د قرآن او سنت پر تعلیماتو عمل کول اړین وبلل.
شاه محی الدین هاشمي هم پخپلې وینا کې په اسلامی امت کې د فکري بحرانونو ته دتوجه او له بهرنیو چیلنجونو مخکې پر معني مسئلو دتمرکز د ضرورت په اهمیّت ټيڼګار وکړ او وې وئيل، چې په دغو اصولو پابندي نه یوازې اخلاقي مشکلات او ستونزې حل کولی شي ، بلکې دنیوي ژوند هم په فضایلو باندې په پوښل کیدا سره لا لوړولی هم شي. هغه همداراز د قرآن او سنت لارښونو ته په اشارې سره ووئيل، د پیغمبر اکرم (ص)سیرت د انسانیّت او بشریّت د نیکمرغۍ لپاره ترټولو اغیزشیندونکې لاره ده .
داپه داسې حال کې دي چې دغه سمینار د علامه اقبال اوپن یونیروسټۍ د پنځوسمې کلیزې په مناسبت په اسلام اباد کې په د غه پوهنتون کې ترسره شو.