IQNA

قرآن؛ دمصر د کتاب په نړیوال نندارتون کې ترټولو زیات پلورونکی کتاب

8:04 - February 07, 2024
د خبر لمبر: 3488689
ایکنا- د مصر د قاهرې د کتاب د نړیوال نندارتتو د پنځه پنځوسم پړاؤ مسئولانو  په دغه نندارتون کې  پّ تیره بیا په متوسطې قعې کې په مصحف کې د وړاندې شوو  قرآنونو پيرودنې څخه د کتونکو دپراخ هرکلی خبر ورکړ.

ایکناد صدای البلد له قوله راپور راکړ،د قاهرې د کتاب د نړیوال نندارتون د پنځه پنځوسم پړاؤ مسئولانو  په دغه نندارتون کې د قرآن کریم د پلورنې  له سټالونو د کتونکو د پراخ هرکلي خبره کړې.

ددغو مسئولانو په وینا،په دغه نندارتون کې وړاندې شوي محصفونه په مختلفو چاپونو او جلدونوکې په مختلفو کیفیّتونو سره او په مختلفو شکلونو او اندازو کې پلورل شوي دي.

په دغه نندارتون کې د قرآڼ کریم دوړاندې کونکو د برخې یوه مسئول  ددې خبرې په کولو سره چې د قاهرې د کتاب د نندارتون ډيرو کتونکو د دارلنشر له خوا په ۲۰سینټي میټرو اندازې کې ۱۴متوسطې قطعې سره چاپ شوي لا زیات قرآنونه د ۲۹۵مصری پونډو په بیّه پيرلي دي ،روښانه کړه، یوازې دارلنشر  په دغه نندارتون کې په مختلفو ترجمو، جلد او قطعو سره د مصحف ۲۰۰نمونې وړاندې کړي دی.

د مسئولانو په وینا،تراوسه پورې له دغه نندارتونه څه دپاسه ۲میلیون اته لکه دولس زره کسانو کتنه کړې ده .

مصر له پخوا راهسې په اسلامی نړۍ کې د قرآن کریم د  انتشار یو مهم مرکز دی،په عین حال کې په وروستیو  کلونو کې ،ددغه هیواد ناشران  د چاپ لپاره د غوښتو په ارزونې کې د لټئ او همداراز د قرآن کریم د چاپ لپار د  الازهر په ډیرو محدودیّتونو شکایت لري.

په همدې لړ کې  الازهر  ددغومشکلاتو د حل او د قرآڼ دچاپ په بهیر کې د چټکتیا لپاره دمصر د ناشرانو له اتحادئې سره مختلفو ناستې کړي دي څو ددغومشکلاتو حلا لاره پيدا کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4197832

 

captcha