ایکنانیوز راپور راکړ،د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو دڅلویښتم پړاؤ نهائي مرحله چې پرون مازدیګر ترشپې پورې ترسره شوه،د غوره کسانو له تلاؤت مخکې ددغو دستورو په پیل کې د اوقافو او خیریه چارو د ادارې د مشر حجةالاسلام سید مهدي خاموشي په شتون سره د هغو څلورو نفیسو قرآني آثارو مخه کتنه وشوه چې په هغو کې یو ترټولو وړوکی قرآني مصحف هم ؤ.
دغه قرآن په مصر کې د عثماني امپراطورۍ په پړاؤ کې د خداي بخښلې مصطفی نظیف له خوا چاپ شوی او په ۱۵کلنې مخینې سره د رفیعي علم شیري د کورنۍ له خوا ساتل کیږي.
ددغه قرآنی مصحف په فني مشخصاتو کې ددغه قرآن قُطر یا غټوالی، دوه اعشاریه یو سنټي میټر،اوږدوالی دوه اعشاریه دوه سنټي میټر او پلَنوالی اوه اعشاریه یو سنټي میټره دی چې ټول وزن ئې دوه اعشاریه څلور ګرامو پورې دی او ددغې کورنۍ له خوا د نوید رفیعي په وسیله وقف شوی دی.
په دغو دستورو کې نور نندارې ته وړاندې شوو قرآنی آثارو کې ،د یوسل پنځوس کلنې مخینې سره د قرآن ترټولو پخوانۍ سپارې یا جزوې دي چې د محمود مهدي بن سالم له خوا په نسخ خط سره په ۳۰ سپارو کې کتابت شوي او د شیخ عبدالصمد په نامې سره د یو کس له خوا په ډير زیات لګښت سره اخستل شوي او وقف شوی دي. هغه لګښت چې شیخ عبدالصمد ددغه کتاب داخستو لپاره ورکړی دی.
حجةالاسلام خاموشي ددغو سپارو یا جزؤ له مخ کتنې مخکې پخپلو څرګندونو کې ووئیل، د اوقافو د ادارې یو مسئولیّت د قرآن د پخوانیو مصحفو پيژندل او ساتل او د قرأن د کتابت لپاره د اوسمهال کاتبانو هڅول دي.
په دغو دستورو کې نندارې ته وړاندې شوی یو بل اثر هم د میرمنو او سړیو په دوو برخو کې د ؛اقراء؛ مدیحي وه چې په عربی ، انګریزي ، فرانسیسي او ترکیه ژبو ووئيل شوه او ددغو دستورو مخ کتونکی ترټولو وروستۍ قرآني اثر د ؛تلاؤت او تحقیق؛ انټرنیټي ټیلیویژن ؤ چې په آنلاین بڼه نندارې ته وړاندې شو.
د مخ کتنې د دستورو په پاي کې ووئيل شول چې د قرآڼ د نړیوالو سیالیو د پړاؤنو دتلاؤتونو تصویری او یوډیوئي فایلونه به په دغه ټيلیویژن کې اپلوډ شي.