IQNA

په شارجې کې د روژې دمبارکې میاشتې ځانګړي پروګرامونه اعلان شول

16:11 - March 09, 2024
د خبر لمبر: 3488849
ایکنا- د شارچې د اسلامی چارو د ادارې مشر د رمضان المبارک د میاشتې ځانګړي پرورګرامونه چې د نوو جوماتونو جوړیدا او د روژماتي د خیمو ترسره کیدا پکې شامله ده ، بیان کړل.

ایکنانیوز د شارجه ۲۱۴ له قوله راپور راکړ، د شارجې د اسلامی چارو د  ادارې مشر عبدالله خلیفه یعروف السبوسي  ددغې ادارې د روژې دمبارکې میاشتې پروګرامونه  چې په ټولنې کې د ډیني پوهې دلوړتیا په موخې سره ډول ډول مذهبی فعالیتونه او پروګرامونه پکې شامل دي  اعلان کړل.په دغو ځانګړو پروګرامونو کې هڅه شوې ده څو  یو معنوي چاپیریال براب راو د  وګړو اړتیاوې پوره کړی.

السبوسي ټينګار کړی دی چې  دغه ادارې، د روژې د مبارکې میاشتې ترپاي پورې د ۳۰جوماتونو د جوړولو لپاره  د خپل پروګرام د یوې برخې په توګه تراوسه پورې شل نوي جوماتونه افتتاح کړي دی چې  په درست اماراتو کې په مختلفو سیمو کې سټراټژيک موقعیّت  لري.د جوماتونو د تعمیر ، ساتنې او صفائۍ ټيمونه،په دوامدار ډول  ددغو ځایونو وضعیّت ارزوي. دوي همداراز د سړوَلو سسټمونو ،د روشنائۍ نظام او د صوتي سسټم هم  ارزولي دي  او  د هغو جوماتونو په شاوخوا کې د خیمو په زیاتولو سره چې  د خلکو د  شمیر د زیاتیدا شاهد دي ، د روژتیانو او لمونځ ګوزارو  لپاهر ئې لازمه فضا برابره کړې ده.

السبوسی همداراز ووئيل، چې  د روژې  دمبارکې میاشتې یو پروګرام  د شارجې قاریان دي چې د شارجې د قرآن ریډیو  په ملګرتیا سره  ترسره کیږي. په دغه پروګرام کې  هغه دیرش قاریان شامل دي چې په لمبر سره  د تراویح لمونځونه  او  تهجد  په دیرشو جوماتونو کې اقامه کوي او  ددغې  ادارې ریډیوئي او ټولنیزو رسیندویو  د پلیټ فارمونو له لارې په ژوندئ بڼه خپریږي.

دغه اداره  همداراز  د متحده عربی اماراتو  قاریانو په نامې سره  پروګرام هم د شارجې قرآن ریډیو په ملګرتیا سره اجرا کوي چې په هغه کې  په موافجه سیمې کې په مفلحون جومات کې دلمانځه له اقامې وروسته   دیرش قاریان  پروګرام اجرا کوي.

دغې ادارې همداراز د قرآئت د سموَلو لپاره شل جوماتونه او دقرآن دتفسیر لپاره لس جوماتونه بیّل کړي دي. همداراز  په جوماتونو کې به د تجوید د احکام د زده کولو او دقرآن د حفظ په چورلیزتوب سره  اوه سوه غونډې ترسره شي.

دغه راز د شارجې په څو جوماتونو کې د میرمنو ځانګړي پړاؤنه او د عامو خلکو لپاره د سوال او ځواب پړاؤنه  هم پیل شوي دي چې  موخه ئې د روژې دمبارکې میاشتې د احکامو په باب پوهیدا ده .  دقرآن د تفسیر او دیني  چارو سلګونو غونډې هم د وبینار له لارې ترسره کیږي.

دغه ادارې  همداراز دغیر عرب ژبو ټولنو لپاره  هم ځيني خاص جوماتونه  بیّل کړي دي چې په هغو کې  په روژې مبارکې میاشتې کې  په انګریزي ،اردو او ملایائي  ژبو  درسونه اوبحثونه ترسره کیږي.

د شارجې  امارت په مختلفو سیمو کې د روژتیانو ته دخدمت رسونې لپاره د روژماتي لسګونو خیمو پرانیسته ، ددغه امارت یو بل نوښت دی.

https://iqna.ir/fa/news/4203997

 

captcha