ایکنا-د دوبئ دقرآن کریم د نړیوالو سیالیو اوویشتم پړاؤ نهائي مرحله نن مازدیګر پيلیږي او په دغو سیالیو کې د ایران نماینده چې دغې مرحلې ته رسیدلی دی،هم له خپلو سیالانو سره سیالي کوي.

ایکنانیوز د هلال خلیج له قوله راپور راکړ، د دوبئ قرآن نړیوالې جایزې د سیالیو اوویشتم پړاؤ نن مازدیګر یعني دمارچ په دولسمه نیټه د درستې دنیا د اویاؤ هیوادونو د استازو په شتون سره پیلیږي.
ددغې جایزې ترسره کونکي کمیټې د هغو سیالیو ددغې مرحلې چې د روژې د مبارکې میاشتې له دوهمې تر دیارلسمې نیټې پورې په دوبئ کې د الممزر سیمې کې دعلمی او کلتوري غونډو په مرکز کې ترسره کیږي، ټينګار کړی دی،د تراویح له لمانځه وروسته د سیالیو پروګرام پیلیږي او اړونده کمیټې او برخې هم متحده عربی اماراتو ته د ګډون کونکو او قاضیانو د پلاوی پشمول د میلمنو له ورتلو وروسته ددغو کلنیو قرآني سیالیو د ترسره کولو لپاره ټول لازم مقدمات برابر کړي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4204874