IQNA

د دوبئ د قرآن نړیوالې سیالیو نهائي مرحله ترسره کیږي

15:50 - March 12, 2024
د خبر لمبر: 3488868
ایکنا-د دوبئ دقرآن کریم د نړیوالو سیالیو اوویشتم پړاؤ  نهائي مرحله نن مازدیګر پيلیږي او په دغو سیالیو کې د ایران نماینده  چې دغې مرحلې ته  رسیدلی دی،هم  له خپلو سیالانو سره  سیالي کوي.

ایکنانیوز د هلال خلیج له قوله راپور راکړ، د دوبئ قرآن نړیوالې جایزې د سیالیو اوویشتم پړاؤ نن  مازدیګر یعني دمارچ په دولسمه نیټه د درستې دنیا  د اویاؤ هیوادونو د استازو په شتون سره پیلیږي.

ددغې  جایزې  ترسره کونکي کمیټې د هغو سیالیو ددغې مرحلې چې  د روژې  د مبارکې میاشتې له دوهمې تر دیارلسمې نیټې پورې په دوبئ کې د  الممزر سیمې  کې دعلمی او کلتوري  غونډو په مرکز کې  ترسره کیږي، ټينګار کړی دی،د تراویح له لمانځه وروسته  د سیالیو پروګرام پیلیږي او  اړونده  کمیټې او  برخې هم  متحده عربی اماراتو ته د ګډون کونکو او قاضیانو  د پلاوی پشمول د میلمنو  له ورتلو وروسته  ددغو کلنیو قرآني  سیالیو  د ترسره کولو لپاره ټول لازم  مقدمات  برابر کړي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4204874

captcha