IQNA

د روژې دمبارکې میاشتې په لومړنۍ جمعه په الاقصی جومات کې۸۰زره فلسطینیانو مونځ اداکړ

12:57 - March 17, 2024
د خبر لمبر: 3488895
ایکنا- د قدس د اوقافو ادارې اعلان وکړ،دصهیونیسټي جنایتکاررژيم له کارړنګونو او خنډونوسره سره،اتیا زره فلسطینیانو په الاقصی جومات کې د رمضان المبارک د پاکې میاشتې  په لومړنۍ  جمعې  لمونځ قایم کړ.

ایکنانیوز د فلسطین ؛معا ؛خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د قدس اسلامی اوقافو ادارې په یوې اعلامیې کې ووئيل،وحشي صهیونیسټي عسکرو الاقصی جومات ته د نیواکي قدس پشمول  د لویدیځي غاړې د لسګونو زره فلسطینیو ښاریزود رسیدا له مخنیوي سره سره د کابو اتیا زره فلسطینیانو په شتون سره په دغه جومات کې د روژې د مبارکې میاشتې د لومړۍ جمعې لمونځ  ترسره شو.

نیواکګرو صهیونیسټي عسکرو له جمعې لمانځه مخکې د بیت المقدس په واټونو کې وسپنیز بلاکونه  کیښودلي وو،خو د نیواکګرو له سختو امنیتي تابیاؤ سره سره،په زرګونو فلسطینی لمونځ ګوزار د قلندیا پلټونکي پستې څخه په تیریدا سره د لمانځه د اقامې لپاره مسجد الاقصی ته وارد شول.

 پر دې سربیره ، فلسطینیو سرچینو هم راپور ورکړی،  چې صهیونیسټي پوځیانو  په الاقصی جومات کې  دطبي  عملې د شتون مخنیوی  کړی او پر هغوي ئې حمله کړې ده او همداراز ئې د فلسطینیو رسندویو یو فعال دیالا جریحان  د دغه جومات په باب الاسباط  دروازې کې وینوۀ

الاقصی جومات  له دې ډیر ورآخو ا دی چې  نړیوال قوانین پرې   حکم وکړي.

د الاقصی جومات  خطیب شیخ عکرمه صبری د روژې دمبارکې میاشتې د لومړۍ جمعې په خطبو کې  ووئيل،  الاقصی جومات   په سر چونه نشي وهل کیدلی  او باید ددې له یوې چپې خاورې  هم شاتګ او لټي ونه شي.

هغه په دوام کې ووئيل، الاقصی جومات  ته  ورتلو لپاره دلمونځ ګوزارو   لیوالتیا او د دوي شتون یو پيغام دی  د هغو کسانو لپاره  چې  غواړي، ورباندې تیري وکړي.

شیخ عرکمه   صبري زیاته کړې ده ، الاقصی جومات له دې ډير ورآخوا دی چې نړیوال قوانین پرې حکم وکړي و هر هغه پیښه چې  رامینځةشي د هغه دروازې به پرانیستل شي. هغه څه چې  په غزې کې ئې وینو ،ډیره د افسوس خبره ده  او هیڅوک نه وینو چې  ئې ودروي او یا د هغې له خلکوملاتړ وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4205593

 

captcha