ایکنا- د ایران د قرآني کلتور د پراختیا د شورا او دعصرقرآني ټولنې منشي حجةالاسلام سید مصطفی حسینی او د اسلامی مقاومتي چورلیز د یوه قوماندان سردار ابومهدي په شتون سره د قرآن کریم د کورنیو غونډو د پلان او د مځکې د ستورو د پوښښ په لړ کې د افغانستان د زلمیانو ځانګړی قرآني محفل، په مقم مقدس ښار کې ترسره شو.

ایکنانیوز د فارس له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت په قم مقدس ښار کې دیره افغانستاني وګړو پرون د روژې دمبارکې میاشتې او د قرآن کریم د پسرلي په مناسبت له قرآن کریم سره د انس محفل د زلمیانو اوځوانانو په چورلیزتوب سره د قم په مختلفو امامباړو او جوماتونو کې ترسره شو.
ددغه قرآني محفل ترسره کیدا به د روژې دمبارکې میاشتې تروروستیو پورې دوام ولري.
ایکنانیوز ددغه قرآني محفلونو په باب یو انځوریز راپور برابر کړی چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوي.


