ایکنا- د قرآن کریم په نړیوال نندارتون کې د حسیني مقدس آستان موکب او سټال په عراقي چایو وړاندې کولو سره د لیدونکو میلمه پالنه کوي چې د ډیری لیدونکو توجه ئې جلب کړې ده.

ایکنانیوز راپور راکوي، د ایران د قرآن کریم دنړیوال نندارتون په یودیرشم پړاؤ کې چې د وري د میاشتې له لومړۍ پيل شوی او تر څوارلسمې نیټې پورې به دوام ومومي ، دحسیني مقدس آستان سټال په عراقي چایو وړاندې کولو سره د قرآن په دغه نندارتون کې د ګډون کولو کوربه دی . همدرااز ددغه سټال لیدونکي عتبات عالیات ته د درو وړیا سفرونو په قرعه کشۍ کې ګډون هم کولی شي.







