IQNA

آیت الله سیستاني د ۱۴۰۳کال د زکواةفطرې اندازه او پیسې اعلان کړې

14:52 - April 02, 2024
د خبر لمبر: 3488984
ایکنا – ستر دیني مرجع آیت الله العظمی سید علی سیستاني سږکال ۱۴۰۳کال د روژې دمبارکې میاشتې په پآي کې د فطرې پیسې  او اندازه اعلان کړه.

ایکنانیوز د آیت الله سیستاني ددفتر له قوله راپور راکړ، لکه څنګه چې د هر سړي لپاره د زکواة فرې  اندازه درې کلوګرامه غنم دي، ددغې فطرې  لپاره ئې پيسې  د وړو په بدل کې اویا زره تومان  او د ایرانیو وریژو په بدل کې  یو لک اتیا زره تومان او د غیر ایراني وریژو په بدل کې یو لک شل زره تومان ټاکل شوي دي.

د ولی فقیه  حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي له دفتر تر دې دم ه د زکواةفطرې د اندازې او پیسو په باب کومه اعلامیه نه ده صادره شوې.

https://iqna.ir/fa/news/4207964

captcha