IQNA

د افغانستان د طالبانو په نظام کې د لرغونو آثاروبرخلیک څه راتلونکي لري؟

15:39 - May 01, 2024
د خبر لمبر: 3489145
ایکتا – د افغانستان د طالبانو د حکومت اړونده مسئولان په نظر کې لري، په روان کال کې ، د اړونده سیمه ایزو او نړیوالو اورګانونو په مرستې سره په درست افغانستان کې د تاریخي ځایونو د بیا رغونې ډير پروګرامونه اجرائي اوعملي کړي.

ایکنانیوز راپور راکوي، د د ایران د کلتور او اسلامی ارتباطاتو د ادارې لوړپوړي کلتوري کارپيژاند مهدي رضا د ؛اسلامی امارت په نظام کې د لرغونو آثارو برخلیک؛ په نامې سره په یوه مطلب کې ليکلي دي، په افغانسان کې تاریخي ځایونه او لرغوني آثار د ملی ،سیمه ایزو او نړیوالو اندیښنو په لیکه کې دي. د افغانستان د طالبانو حکومت پخپل مخکیني حکومت کې له کلتور او لرغوني آثارو سره ضدیّت پخپلې ایجنډا سر کې راوستی ؤ. او د نړیوالو بیابیا غوښتنو سره سره ئې د بامیانو بُت په بمونو سره ولوزاوه او ددغې ډلې وګړو دافغانستان ډیری لرغوني آثار تباه یا غلا کړل. په عین حال کې له دې ورویسته چې ددوهم ځل لپاره ئې دقدرت چارو واګې په اختیار کې اخستي ، په افغانستان کې د شته لرغونو آثارو او ځایونو په نسبت ئې خپل سیاست بدل کړی دی او هڅه کوي، څو په هغو محدودو امکاناتو سره چې لري ئې،ددغو آثارو او ځایونو د ورانیدا او دړې وړې کیدا مخنیوی وکړي.تردې چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسئولانو له نورو هیوادونو څخه د کلتوري او تاریخ ځایونو د بیا رغونې لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده.غوره ده د ایران اسلامی جمهوریت په دې باب د افغانستان د طالبانو له حکومت سره ملګرتیا وکړي او له دې لارې ددواړو هیوادونو د کلتوري اړیکو پیاوړتیا او پراختیا نوره هم ژوره او دومداره کړي.د ایران د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې لوړپوړي کلتوري کارپوه مهدي رضا د یاددښت په متن کې راغلي دي؛د وري د میاشتې اولسمه نیټه ، د افغانستان د زابل ولایت یو شمیر کلتورپالو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ددغه ولایت د تاریخي او کلتوري اثاروپه نابودۍ اندیښنه ښودلې ده. دوي د طالبانو له سرپرست حکومته غوښتي دي چې د دغې سیمې د تمدني ،کلتوري اوتاریخي آثارو د بشپړ نابودۍ د مخنیوي لپاره دې لاس په کار شي، د دوي په وینا،که د طالبانو حکومت په موقعې ورته توجه ونه کړي،نو دغه تاریخي آثار په بشپړ ډول له مینځه لاړ شي. دې ته په پآم سره چې د طالبانو حکومت د لرغونوآثارو د ساتنې او ترمیم په زمینې کې د متخصص ځواک، بودجې او مالی سرچینو له کمښت سره مخامخ دي،د ایران اسلامی جمهوریت په دې باب د افغانستان دطالبانو له حکومت سره ملګرتیا کولی او ددواړو هیوادونو د کلتوری اړیکو پياوړتیا او پراختیا او ژورتیا ته دوام ورکولی شي.

https://iqna.ir/fa/news/4213137

captcha