د ایران د فرهنګ او اسلامی د ادارې د ارتباطاتو لوړپوړي کارپيژاندي مهدی رضا د ایکنانیوز لپاره په یوه یاددښت کې لیکلي دي،نن سبا له سترو قدرتونو له دقیقو خبری اورګانونو او هغو پرختللو آوزارونو سره،پانګوال نظام او درستو رسندوئي سلطو سره سره چې درست حقایق په اپوټه نندارې ته ښودلی شي، په نړۍ کې انساني وجدان ویښ او بیدار شوی دی.
په دغه هیوادونو کې انساني وجدان بلاخره هم رابیدار شو.د امریکا په څیر په هیواد کې ددغه وجدان ویښتیا چې داسرائيلو یو سټراژټيک متحد دی او رسندوئي رول چې په امریکا کې ددغې مسئلې اړخونو په اپوټه ښودلو کې ټاکونکی رول لري، ډيره مهمه ده.
په امریکا کې د محصیلینو د انتفاضې ترڅنګ او د نړۍ د ملتونو په یوه غږ سره ،او د غزې د خلکواو د فلسطین دمظلوم ملت د حق د احقاق په لاره کې به له هر توکم،دین او مذهب او ملیّت څخه درسته نړۍ ډیره زر راغونډه او په یوه خوله چغه پورته کړي.هغه غورځنګ او پاڅون چې د امریکا په پوهتونونو کې د صهیونیسټي نسل وژونکي رژيم د جنایتونو او عامو وژنو په ضد راپورته شوی دی، په قرآن کې د الهي سنتونو تائيد کونکی دی.
قرآن کریم په ډیرو آیتونو کې دې موضوع ته ا شاره کوي،لکه څنه چې په یو ځاي کې فرمائي؛ وَ مَكْرَ السَّيِّئِ وَ لا يَحِيقُ الْمَكْرُ السَّيِّئُ إِلَّا بِأَهْلِهِ» یعني ظالمان او مستکبران خپلو سپيرو موخو ته د رسیدا لپاره نقشې جوړوي او دسیسې پلانوي، خو الهي اراده پر دوي ټاکل شوې ده څو هغه اور چې دوي ئې لمبې غرغنډه کوي،او نور ئې زیاتوي ،ددوي خپله لمن پکې راګیریږي،او نن سبا د اسرائيلو لویدیځي ملاتړي له داخله له صهیونیسټ ضده پراخو اعتراضونو او مظاهرو سره لاس او ګریوان شوي دي.
دمګړئ د محصلیینو ددغو اعتراضونو او مظاهرو لمن په درستې اروپا کې کابو سلو پوهنتونونو ته غزیدلې ده.
د اعتراض کونکو محصیلینو غوښتنې چې څو ورځې کیږي، ددستې دنیا پوهنتونونو کې ئې چغې پورته کیږي،ډيرې وړې او آسانې دي ، دوي وائي ؛ په غز ې کې د نسل وژنه و صهیونیسټي ريژم سره مرستې بندې شي، ځينو پوهنتونونو هم له نسل وژونکي او خونخوار صهیونسټي رژيم پوهنتونونو سره دملګرتیا دغوڅيدا غوښتنې کړي دي، خو د امریکا،فرانسې، انګلستان،ایټالیا، هالینډ او ځینو نورو اروپائي هیوادونو امینتی ځواکونه د یهودي ضده غورځنګ په پلمو سره ، د پوهنتونونو د محصیلینو او استاذانو د ځپلو ،نیولو،ویستلو او حتی په محاکمه کولو بوخت دي او خپله اصلي څیره ئې نندارې ته وړاندې کړې ده.
https://iqna.ir/fa/news/4214211