ایکنانیوز د ولسمشرۍ ددفتر د اطلاع رسونې د ویبپاڼې له قوله راپور ارکړ، حجةالاسلام سید ابراهیم ریئسي پرون شنبې ورځې د تهران د کتاب د پنځه دیرشم نړیوال نندارتون د یو شمیر سټالونو او برخو د لیدو په وخت ، د لیکوالانو، ناشرانو او د کتاب لوستونکو څ خه ملاتړ یوه داسې لړئ وبلله چې باید ټولو کړیو ته ئې په ښه ډول توجه او ملاتړ وشي.
د اسلامی ایران ولسمشر له ناشرانو او د کتاب له مینه وا لو او خپرونکو څ خه د کلتور او اسلامی ارشاد د وزارت ملاتړي سیاستونو ته په اشارې سریه ووئيل، د کتاب نندارتوند لیکوالانو ناشرانو او د کتاب لوستونکو او ترمینځ د اغیزشیندونکي او ښو ارتباطاتو د ټينګیدا او د افکارو د مبادلې لپاره یوه لویه کلتوري پيښه او زمینه ده.
د اسلامی ایران ولسمشر په پاي کې په ایران کې د فلسطینیو محصیلینو په په ګډ سټال کې په شتون سره ،لیکوالان او هنرمندان او د کلتور مینه وال ، له ملی مسئلو ورآخوا په تیره بیا د فلسطین او غزې موضوع ته لازیات توجه ته وبلل او وې وئيل، په دغه سټال کې په شتون کې مو هم توضیح ورکړه چې نن سبا غزه په یوه داسې تابلو او بورډ بدله شوې ده چې یو اړخ ئې له خداي سره د زړه د پيّلتیا ، مقاومت او شرافت روښانه پاڼه ده او بله پاڼه ئې د صهیونیسټ رژيم او دهغو دملاتړ چې په سر کې امریکایان دي ، د نسل وژنې ، جنایتونو او رذلات د اوج او د لویديځي تمدن دحقيقي څيرې او نفاد څخه پرَده پورته کوي. او لازمه ده، دغه دوې پاڼې د کتاب او ثبت شوي فیلم پشمول په کلتوری او هنري آوزارونو سره او د د زمانو او نسلونو لپاره نندارې ته وړاندې شي.