ایکنانیوز د الجریزه له قوله راپور راکوي ، په نړۍ کې د تر ټولو لوي انټرنیټي پلیټ فارم په توه د قرآن کریم د مجازی یا انټرنیټي زده کړې د ځانګړي ؛سند؛ پلیټ فارم د یوشمیر عالمانو ،قاریانو او ددغه پلیټ فارم دعلمی شورا دغړو په شتون سره پرون په قطر کې کار پیل کړ.
ددغه پلیټ فارم ؛سند؛ د متولیانو په وینا، په دغه پلیټ فارم کې د قرآن کریم علمی او نظري زده کړو برخې شاملې دي. ددغه پلیټ فارم نظري برخه چې ؛سند منهاج ؛نومیږي،په دغې څانګې کې د یوشمیر لویو عالمانو په شتون سره د قرآن کریم د تلاؤت د نظري برخو زده کړې ته مخه کوي. په دغې برخې کې چې له علمي ،تعاملی او ماډرن رودې څخه په استفادې سره د تجوید او دتلاؤت د علم په نظري زده کړې تمرکز کوي،قاري د زده کړې د یوه بریالي پړاؤ وروسته خپل مدرک ددغه پلیټ فارم له عملي شورا ترلاسه کولی شي.
پر دې سربیره ، د عملی اړخ زده کړې ، د ؛سند اجازې ؛ او د سند اتقان؛ په نامې سره د پروګرامونو له لارې ترسره کیږي. دغه پروګرامونه له مختلفو امتحانونو سره یو ځای دسوکه سوکه زده کړې لپاره یو سټینډر سسټم او په نهایت کې د تلاؤ په زمینې :ې د قاري د عملی مهارت تائيد حسابیږي.
ددغه مجازي یا انټرنیټي پلیټ فارم د مسئولانو په وینا، د قرآن کریم زده کړې، د قرآڼ کریم د زده کړې لپار ورځ تر ب لې زیاتیدونکی غوښتې ، قاریانو ته د لاس رسي محدودیت او همداراز د قرآن کریم سم تلاؤت په تیره بیا په لیرې پراتو سیم کې د قرآن کریم سم تلاؤت ته د نړۍ د مسلمانانو داړتیاؤ د ختمولو اهمیّت دی ددغه پلیټ فارم د فعالیت د پیلیدا یو ترټولو مهم عامل دی.
ددغه پلیټ فارم کارؤنکي دخاصو او د\فیقو زده کړو د مرحلو له تیریدا وروسته د تلاؤت دعملي او نظري اجازت او ګواهي نامه یا مدرک ترلاسه کوي. ددغه پلیټ فارم تعلیمي شورا کې د تجوید او تلاؤت په څانګو کې څلور قرآنی عالمان او قاریان شمال دی چې دلومړي ځل لپاره دنړۍ په سویه او دعملی رودو او ماډرن ټيکنالوجیو څخه په استفادې سره د قرآن کریم زده کړو ته مخه کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4215242