ایکنا نیوز د عکاظ له قوله راپور راکړ، دعربستان پاچا ملک سلمان سږکال دحج په دستورو کې د ګډون لپاره د یو زر فلسطینیانو او د نړۍ له اته اتیاؤ هیوادونو څخه یو زر درې سوه ښځې او سړي ددغو معنوی او روحاني مناسکو دترسره کولو لپاره د میلمنو په توګه دعوت کړل.
ددغې ورځپاڼې د لیکنې په اساس، دغه فرمان په سږکال حج کې عربستان د پاچا د میلمنو د پروګرام په چوکاټ کې صادر شوی دی.
ددغه فرمان په اساس ، عربستان به د نړس له اته تیاؤ هیوادونو څخه د یو زر درې سوه حاجیانوو او دغه راز د فلسطین د شهیدانو، بندیانو او ټپیانو د کورنیو زر کسان او ورسره په دغه هیواد کې له جلا شوو غبرګو زیږیدونکو کورنیو څخه ۲۲ کسان دسږکال د حج په دستورو کې دعوت شوي دي.
د عربستان د دیني چارو ،دعوت او ارشاد د چارو وزیر عبداللطیف بن عبدالعزیز آل شیخ دغه اقدام د نړۍ د مسلمانانو ترمینځ د پيوند د پیاوړتیا او د وحدت ،یووالي ،یوزړتوب او ورورولۍ د ژورتیا لپاهر یو ګام ارزولی دی.
هغه زیاته کړه، دغه پروګرام د خپل کوربتوب په ۲۶ کلن تاریخ کې د څه دپاسه شپیته زره حاجیانو کوربه دی چې د درستو حاجیانو د هوساینې او ښیګڼې ته د عربستان د توجه ښودنه کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4218993