ایکنانیوز د الجزیره له قولعه راپور راکوي، سناتور برنارډ برني سنډرز په دوشنبې ورځې پخپلې یوې وینا کې ټينګار کړی چې دغزې په ضد د اسرائیلو څو میاشتنی جنګ په دغې تړانګې کې پر فلسطینیو ماشومانو بوږنونکي اغیزې شیندلي دي.
سناتور سنډرزد امریکا د کانګرس له مشر مایک جانسن څخه پخپلو خوراکي وعدو کې د فانتزي سټیکونو د خوړولو په دلیل نیوکه وکړه،ځکه چې د صهیونیسټي رژيم پوځ غزې ته د حیاتي خوراکی مرستو د واریدیدا مخه نیسي او لامل کیږي، ماشومان له لوږې ومري.
دغه خپلواکه امریکائي سناتور د کانګرس په ګډې غونډې کې د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر بینیامین نتن یاهو د وینا د لغوه کولو غوښته وکړه چې په غزې د صهیونیسټي رژيم د غمیزه رامینځةکونکو تیریو پّ اوچ په رسمي توګه د وینا لپاره د ډيموکراټو اولیرالو مشرانو په وسیله په رسمي توګه بلل شوی دی.
سنډرز د خپلې وینا په وخت څو انځورونه وښودل او ټينګار ئې وکړ، چې په غزې کې په زرګونو ماشومان،د نتن یاهو د سیاستونو په نتیجې کې چې د کانګرس د مشر جانسن له خوا په کانګرس کې د وینا لپاره دعوت شوی دی ، له ناوړه خوړو سخت کړیږي او د مرګ تر درشله رسیدلي دي.هغه ټينګار کړی، زه به ددغې وینا په وخت موجود نه وم.
برنی سنډرز دمتحده ایالاتو یو قانون جوړونکی استازی دی چې تمه کیږي په کانګرس کې د نتنیاهو کیدونکی وینا بایکاټ کړي. ددغې وینا وخت تر دې دمه مشخص شوی نه دی.