IQNA

په کومو هیوادونو کې د یکشنبې ورځ د قربانۍ اختر ورځ اعلان شوې ده؟

13:36 - June 12, 2024
د خبر لمبر: 3489371
د غبرګولې یا جوزا په ۱۷ نیټه په یو شمیر عربو هیوادونو کې د میاشتې د لیدو کمیټیو له خوا د ذی الحجې د میاشتې  د لیدو په اعلان سره ، به په دغو هیوادونو کې د قربانۍ د لوي اختر نیکمرغه ورځ د غبرګولې  یا جوزا د  میاشتې ۲۸ یکشنبه یا اتبارورځ وي ،په داسې حال کې چې د ایران د اسلامی جمهوریت پشمول   په نهو سترو اسلامی هیوادونو کې د قربانۍ اختر د غبرګولې په ۲۸ دوشنبې ورځې اعلان شوی دی.

ایکنانیوز د العین له قوله راپور راکوي، د سعودي عربستان سترې محکمې د غبرګولې په اتلسمه نیټه په جمعې ورځې  د یوې اعلامیې په خپرولو سره سره تائيد کړې ده چې  د فارس خلیج د څنډې په دغه عرب هیواد (عربستان ) کې د غبرګولې په ۲۶ خالي  یا شنبې  ورځ د عرفي ورځ او ورپسې سبا یعني د غبرګولې ۲۷ یکشنبې ورځ هم د ذلحجې لسمه یعني د قربانۍ د اختر ورځ وي.

 د  مصر دارالافتا هم پخپلې اعلامیې کې وئيلي دي چې د جمعې ورځې دعربستان د سترې محکمې د وروستۍ فیصلې په استناد سره به د ذی الحجې لسمه او د قربانۍ د لوي اختر ورځ هم د غبرګولې ۲۷ یکشنبې ورځ وي.

دغه راز داردن،تیونس،الجزایر ،لیبیا هم د غبرګولې ۲۷ نیټه د قربانۍ اختر ورځ اعلان کړې ده.

 

د عراق اهل سنت  اوقافو دیوان  همه د یوې اعلامیې په خپرولو سره  د غبرګولې ۲۷نیټه د قربانۍ د اختر ورځ اعلان کړې ده.

دا په داسې حال کې دي چې  د ستر دیني مرجع آیت الله العظمی سید علی سیستاني دفتر هم د یوې اعلامیې په صادرولو سره د  قربانۍ د لوي اختر ورځ د غبرګولې ۲۸ دوشنبې ورځ  اعلان کړې ده.

همداراز د ایران اسلامی جمهوریت ، انډونیشیا،ملایشیا،مراکش، موریتانیا،برونائي عمان ،هند  او یو شمیر نورو هیوادونو هم د قربانۍ د لوي اختر ورځ  د غبرګولې دمیاشتې ۲۸ دوشنبې ورځ اعلان کړې ده.

له دې سره په یووخت د بنګله دیش  اوقافو او مذهبی چارو وزارت  هم اعلان کړی چې د زیاتو دلیلونو او د ذی الحجې د میاشتې  د جون  د اتلسمې نیټې  لومړۍ ورځ ته په پام سره د قربانۍ لوي اختر به  د جون په اتلسمه ینټه سه شنبې ورځې وي.

پر دې اساس  به اسلامی هیوادونه سږکال د قربانۍ لوي اختر په درو مختلفو ورځو کې لمانځي.

https://iqna.ir/fa/news/4220919

captcha