IQNA

د قزاقستان د مځکې لاندې جوماتونه،د یونسکو د میراث په لسټ کې د ثبتیدا په انتظار کې دي(انځورونه)

6:47 - June 16, 2024
د خبر لمبر: 3489386
ایکنا – د قزاقستان د کلتور او اطلاعاتو وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،د یونسکو د نړیوال میراث په لیسټ کې د قزاقستان د مانګیستاؤ مځکې لاندې جوماتونو  د ورځای کولو لپاره د مستنداتو برابرول پیل شوي دي.

ایکنانیوز د ملتونو د فرهنګ او ټولنې د تحلیلی ویبپاڼې له قوله راپور راکوي،د قزاقستان د کلتور او اطلاع رسونې د له وزارت سره اړونده د کلتور کیمټې په مانګیستاؤ  کې ترمځکې لاندې د جوماتونو سره اړونده سندونو برابرول او  د یونسکو نړیوالې ادارې  کلتوري میراث په لیسټ کې ئې د ۲۰۲۴کال لپاره  د ثبتولو لپاره کار پیل شوی دی.

په کلی توګه ټاکل شوې ده، د مانګیستاؤ سیمې له مځکې لاندې جوماتونو سره  داړونده یوې برخې په توګه د بکت آتا، شکیک آتا او کرامان آتا  د هدیرو په باب  مستندات  برابر شي.

د قزاقستان د کلتور او اطلاعاتو د وزارت په وینا،د یونسکود لوازماتو په اساس ، ډیرو هڅوته اړتیا ده.

ددغه وزارت دمسئولانو په وینا،د څارونکو کارونو د ترسره کیدا او د مدیریّتي پروګرامونو د پراختیا،د یونسکو په وسیله  له ټاکل شوو لسو معیارونو  سره په اړتباط کې د یونیسکو دلیسټ لپاره  د وړاندیزي سایټونو د نړیوال ارزښت  لوړتیا رابرسیره کول ضروري دي.

ټاکل شوې ده د قزاقستان د مینځنیو پیړیو د جوماتونو او هدیرو معماري نمونې او همداراز د په نړیواله سویه د ماډرن معمارۍ د هنري آثارو رابرسیره کول  په راتلونکي  کې وړاندې شي.

د وئيلو ده  د قزاقستان ولسمشر  ددغه هیواد د ملی کانګرس  په دریمې غونډې کې  حکم ورکړی څو ترمځکې لاندې جوماتونه د یونسکو د نړیوال میراث  په ثبتونکي  لیسټ کې  راولي.

 

 

 

 

https://iqna.ir/fa/news/4221188

captcha