IQNA

له هغو مسلمانانو سره آنتونیو ګوتریش پیوستون اعلان کړچې د نیکمرغه لوي اختر جشن نشي لمانځلی.

14:41 - June 18, 2024
د خبر لمبر: 3489399
ایکنا – د ملګروملتو سرمنشي د یوه پیغام په خپرولو سره له هغو مسلمانانو سره چې د جنګ او جګړو له امله د قربانۍ لوي اختر نشي لمانځلی ،خپل پیوستون اعلان کړ.

ایکنانیوز د الاتحاد له قوله راپور راکړ، د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش  له هغو  مسلمانانو سره چې د تاؤتریخولي او نښتو په دلیل نه دي توانیدلي ، د قربانۍ اختر  دخپلو قدرمنو کورنیو سره ولمانځي ، خپل پیوستون اعلان کړ.

 هغه ددغه پیوستون اعلان په هغه پوسټ کې چې د قربانۍ د  نیکمرغه اختر په مناسبت ئې په ایکس پاڼې کې پخپلې پاڼې کې  خپور کړی ،اعلان کړ.

آنتونیو ګوتریش  پخپل پیغام کې لیکلي دي، د قربانۍ په دغه نیکمرغه اختر  کې زه خپل پیوستون له هغو مسلمانانو سره اعلانوم  چې د نښتو،تاؤتریخوالو او اختلافاتو په دلیل ئې له خپلو قدرمنو کورنیو سره   ونه لمانځل شو.

د ملګروملتو سرمنشي د قربانۍ د اختر په ورځ  دنړۍ د درستو مسلمانو ټولنو  لپاره د سولې  او ثبات هیله وکړه.

هغه زیاته کړې ده ، هیله مند یوو، د  هغه پیوستون او مهربانۍ ارزښتونه چې  په دې مناسبت ئې اعلانوو، مونږ د نړیوالې سولې د تحقق په لور  هدایت کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4221947

 

captcha