ایکنانیوز د عربی ۲۱ له قوله راپور راکړ د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش په دې په ټينګار سره چې په غزې د اسرائيلو دوامدارو تیریو او بمباریو ددغې سیمې په څلورو کې درې برخې بې څوکه خلک کوچولي دي ، ووئيل؛د انسان دوستۍ د مرستو رسونې ممناعت، د فلسطین خلک په دغې کلابندې سیمې کې د قخطۍ تر حده رسولي دي.
ګوتریش د ملګروملتو په اقتصادي او اجتماعی شورا ناستې کې ووئيل، په غزې کې د اسرائيلو پوځي عملیاتو په تیرو کابو اتو میاشتو کې څه دپاسه ۳۶زره کسان وژلي او د دغې سیمې په څلورو کې درې برخې خلک ئې کډه په سر کړي دي .هغه زیاته کړې ده ، دانسان دوستۍ مرستو د لاس رسي لپاره جدي خنډونو خلک د قخطۍ او مرګ تر حده رسولي دي.
په تیر کال اکتوبر کې په غزې تړانګې د صهونیسټي رژيم په وحشي ډوله بمباریو او حملو پسې ددغې سیمې خلک له یوې بې مخینې انساني غمیزې سره مخامخ شوي دی . څه دپاسه یو اعشاریه اته میلیون خلکو کیمپونو او نورو مرکزونو ته پناه وړې ده او وحشي صهیونیسټي رژیم قصدا د کډوالو د دیره کیدا ځایونه هم په نښه کوي.
د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس یوه مشر عزت الرشق تیره اونۍ په غزې کې د لوږې له امله د څلویښتو ماشومانو مړینې خبر ورکړ او خبرداری ئې ورکړ چې د ناوړه خوړو، د خوراکي موادو د کمښت او د واکسنیشن د نه شتون په دلیل څه دپاسه ۳۵۰۰ ماشومان د مرګ له خطرې سره لاس او ګریوان دي. د خوراکي امنیت راپور چې د نړیوالې انسان دوستۍ د ادارو له خوا خپور شوی ښئ چې د غزې د نفوسو کابو ۹۶فیصده آبادي په لوړې سوئې سره د خوړو له خوریدونکو ناامنیو سره مخامخ دي.