ایکنانیوز د رهبرۍ د ستر مقام د وبپاڼې له قوله راپور ورکړی،د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په شتون سره د حضرت اباعبدا... الحسین علیه السلام د ویر او ماتم د لومړنۍ شپې دستورې په حضرت امام خمینی امامباړې کې ترسره شوې .
په دغو دستورو کې چې د اسلامی ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان هم پکې شتون درلود،د مجتبی پرویزي په تلاؤت کلام ا... سره پیل شوې او وروسته حجةالاسلام علی علیزاده د سید الشهدا د سیرت او حماسي پاڅون د ځانګړنو په باب رڼا واچوله او په هغې پسې سعید حدادیان هم مرثیې او مداحي وکړه او ګډون کونکو هم سینه زني وکړه.
https://iqna.ir/fa/news/4226387