IQNA

د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په شتون کې د اباعبدالله الحسین(ع)د ویر دستورې

5:34 - July 13, 2024
د خبر لمبر: 3489522
ایکنا - د حضرت اباعبدا... الحسین علیه السلام د عزادارۍ  د حضرت امام خمینی امامباړې کې د حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي په شتون کې ترسره شوې.

ایکنانیوز  د رهبرۍ  د ستر مقام د وبپاڼې له قوله راپور  ورکړی،د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په شتون سره د حضرت اباعبدا... الحسین علیه السلام د ویر او ماتم د لومړنۍ شپې دستورې  په حضرت امام خمینی امامباړې کې ترسره شوې .

په دغو دستورو کې چې د  اسلامی ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان هم پکې شتون درلود،د مجتبی پرویزي په تلاؤت کلام ا... سره پیل شوې او وروسته حجةالاسلام علی علیزاده  د سید الشهدا د سیرت او حماسي پاڅون د ځانګړنو په باب رڼا واچوله  او په هغې پسې سعید حدادیان هم مرثیې  او مداحي وکړه او ګډون کونکو هم سینه زني وکړه.

 

 

https://iqna.ir/fa/news/4226387   

captcha