IQNA

د انقرې تاریخي جومات د بشری کلتوري خزانې په لیسټ کې شامل شو

10:45 - July 14, 2024
د خبر لمبر: 3489529
ایکنا – د ترکیې د انقرې ښاروال اعلان وکړو، چې د اصلانخانه تاریخي جومات چې له دیارلسمې میلادي پیړۍ سره اړونده دی ، رسما د یونیسکو نړیوال میراث د ادارې په لیسټ کې ورزیات شو.

ایکنانیوز د ترکیه ټوډې له قوله راپور راکړو د انقرې ښاروالۍ په یوې اعلامیې کې ووئيل، ددغه ښآر ښاروال منصور یاواش په یونیسکو کې  ترکیې د ملی کمیشن د اجرائي پلاوی له مشر څځه د یونیسکو د نړیوال میراث لیسټ ته د اصلانخانې د تاریخي جومات او د ګوردیون لرغوني ښار د  یوځای کیدا ګواهي ترلاسه کړې ده.

دا اقدام د اصلانخانې جومات او د ګوردیون لرغوني ښار لپاره یوه مهمه شیبه ده او د دوي ځائيګی  په هغه نړیوال ارزښت سره طبیعي یا کلتوري میراث په توګه چې د ساتلو مستحق دی، تائيدوی.

اصلانخانه جومات، د دیارلسمې میلادي پيړۍ یوه د پام وړ ودانۍ ده او د هغې د معمارۍ د ډول او د لرګی څخه د بشپړ استفادې په دلیل د توجه ورکز ګرځیدلی دی او  دترکیې دپلازمینې په دوهمې کلتورې خزانې بدل شوی دی چې د یونیسکو نړیوال میراث په لیسټ کې ثبتیږي.

د یونیسکو د نړیوال میراث په لیسټ کې ددغو  مهمو تاریخي ځایونو د شاملولو فیصله دعربستان په ریاض کې د نړیوال میراث د کمیشن په پنځه څلویښتمې غونډې کې شوې ده.

د انقرې ښاروال منصور یاواش ووئيل، دغه ځایونه اوس په نړیواله سویه پيژندل شوي دی او مونږ به د خپلو راتلونکو نسلونو لباره ددغو ارزښتمنو ځایونو د ساتلو لپاره خپلې هڅې ته دوام ورکړو. هغه زیاته کړې ده ،د کلتوری ټوریزم  د مقصدونو په توګه ددغو ودانیو د ساتلو لپاره  نوی پروګرامونه پلان شوي دي.

د اصلانخانې جومات د انقرې د کلا ترڅنګ دانقرې په پخوانۍ کوڅې کې په ۹۴۷میټر لوړوالی کې واقع دی.دغه جوماات چې په ۱۲۹۰ هجري کال کې د سلجوقي پاچا دوهم مسعود په زمانې کې جوړشوی، د ترکیې یو ترټولو پخوانی جومات دی چې تراوسه پورې پخپل ځاي پآتې دی.ددغه جومات معمار ابوبکرمحمد ؤ او له څو ځله جزي  تعمیراتو وروستوه دغه جومات په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ پورې په کلونو کې په کلی توګه مرمت شو.

دغه ودانۍ په ۴۰۰مربع میټر مساحت سره یوه میناره لري. چت ئې له لرګي جو دی او  او په ۲۴ستنو سره ساتل کیږي همداراز دغه جومات ۳ دروازې لري او ۱۲ کړکي لري  او محراب ئې  دسلجوقي  پړاؤ په دودو کاشیو یا ټائلز سره ښکلی کړئ شوی دی .

https://iqna.ir/fa/news/4226444

captcha