IQNA

په جنګ کې به بریالیتوب د فلسطینیانو په نصیب شي

11:57 - July 14, 2024
د خبر لمبر: 3489530
ایکنا - د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ مشر د محرم د میاشتې په اتمه شپه پخپلې یوې وینا کې  په خان یونس کې د وحشي رژيم  وروستي جنایت ته په اشارې سره  ووئیل، دمونږ دنده  د فلسطینیانو مرسته او د جنګ دوام  دی او ډیر زر به مونږ ټوله  په سرلوړۍ اوبریالیتوب سره د جنګ د پاي  کتونکي وو.

  ایکنانیوز د العالم  له قوله راپور راکړ،  د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر الله دشنبې په شپه  د عاشوراد شپو ورځو په مناسبت په یولړ دستورو کې  پخپلې وینا کې ووئيل؛ صهیونیسټي وحشي دښمن په خان یونس کې دالمواصي کډوالو په ضد یو لوي قتل عام وکړ او  په دې توجیه سره چې  غواړي، د فلسطین دمقاومت رهبران  په نښه کړي، آیا  پر مځکې  له دې لا لوي بل کوم ظلم اوبې عدالتي کیدلی شي.؟

هغه په دوام کې ووئيل، د فلسطین په  وړاندې د مونږ  مسئولیّت د روحي همدردئ، عاطفی او صمیمي، تضرع، او دسیاسی او رسندوي دریځ بیانول او محکومیّت دی. سید حسن نصر ا... روښانه کړې ده ، د مونږ دنده  د غزې په خلکو دتیریو او د حملو په دفع کولو کې  مبارزه ده .

د لبنان دحزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي  دخپلې وینا په یوې بلې برخې کې په ۲۰۰۰۶ کال  کې په تموز جنګ کې (درې دیرش ورځني جنګ کې )ددښمن بې شرمه او سپیرې متې ته په اشارې سره  ټينګار وکړ، مونږ  له هغو سرښیندنو سره سره  چې د ۲۰۰۶کال په جنګ کې ترسره شوي ، په سرلوړي سره  له تمزو جنګه  ووتوو، او د خداوندمتعال په مرستې سره  به مونږ ټول د طوفان الاقصی په جنګ کې هم په عزت  او سرلوړۍ سره  جنګ پاي ته ورسوو.

د لبنان د حزب االله ولسی غورځنګ  مشر روښانه کړې ده ، دمونږ دنده  د غزې پر خلکود تیریو او حملو د درولو لپاره   مبارزه ده.

 هغه ووئيل، هغه اونیزې مظاهرې  چې د یمن ملت  ئې د سختې تودوخې  او د لمر د وړانګو  لاندې ترسره کوي، په حقیقت کې د فلسطینیانو لپاره  معنوي ،روحي او عاطفي پشتیبان او ملاتړي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4226604

captcha