IQNA

حسینی غورځنګ د اسلامی امت په وړاندې روښانه قرآني لاره پرانیستې ده

14:27 - July 17, 2024
د خبر لمبر: 3489549
ایکنا -د یمن د انصار الله غورځنګ عمومی منشي سیدعبدالملک بدرالدین الحوثی دې ته په اشارې سره چې د امام حسین عیه السلام غورځنګ د اسلامی امت د نسلونو په وړاندې یوه روښانه قرآنی لاره پرانیستې ده ووئیل؛د امریکا او دهغود عواملو دسیسې او ګواښونه هغه که هرڅه وي،د مونږ قدرمن ولس چې د ظلم اوبې عدالتۍ په ضد راپورته شوی اوله قرآني کلتوره پیروي کوي،نشي تسلیمولی.

ایکنانیوز دالعهد له قوله راپور راکوي، د یمن د انصار الله غورځنګ عمومی منشي له امریکائي او اسرائيلي  دښمنانو سره  په ډغرې او مخامخیدنې کې  د اسلامی امت پر اتحاد او مشارکت ټينګار وکړ.

زمونږخبریال راپور راکړ، د یمن دانصار ا... ولسی غورځنګ  عمومی منشي سید عبدالملک بدرالدین الحوثي  دحضرت امام حسین علیه السلام  د شهادت په مناسبت په عاشوراي  دستورو کې  پخپلې وینا کې ووئيل،فلسطین  په اوسنۍ نړۍ کې ترټولو لویه غمیزه او مسئله ده او ډیره د ننګ او پيغور خبره ده چې زیاتره اسلامی هیوادونو  دغه مسئله پریښودلې ده.

د یمن انصار ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي  ددې خبرې په کولو سره  چې د یمن ملت  ددښمن له هرډول اقدام سره   مقابلې ته تیار دي،روښانه کړه، د فلسطین د مظلوم ملت په ملاتړ کې د یمن د ملت د تیرې جمعې ورخې میلیوني لاریونونه ، د فلسطین له ملت سره په مرسته رسونې کې  د میلیونونو کسانو د   پشتیبانۍ اعلان ؤ چې دنړیوالو غوږونو ته ورسید.

له یمنه بل خبر دا چې  د فلسطین د مظلوم مملت په ملاتړ کې د یمن پوځ  پرون ماښام په سرۀسمندر کې  له یوه شهپاد  الوتکې څخه په استفادې سره CHIOS Lion  د  نومې تیلی کشتۍ د  ټارګت کیدا انځورونه نندارې ته وړاندې کړل.

https://iqna.ir/fa/news/4227077   

captcha