IQNA

وحشی صهیونیستي رژیم د حزب الله یوه قوماندان په ترور کې ناکام شول

6:47 - July 31, 2024
د خبر لمبر: 3489617
ایکنا - د لبنان امنیتی سرچینو راپور ورکړی، د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ د یوه لوړپوړي قوماندان  دترور لپاره  د وحشي او تیریګر صهیونیسټي رژيم سپيره هڅه ناکامه شوې ده ، داپه داسې حال کې دي چې  په لبنان حمله  د حزب ا... د ولسی غورځنګ  مبارزانو  د احتمالي ځواب په نسبت د صهیونیسټي پوځیانو د ویرې او وحشت سبب شوې ده.

  ا یکنانیوز  راپور راکړ،  دلبنان دوو امنییت  سرچینو ووئيل  د  جنوبی بیروت په ضاحیه سیمې باندې د  وحشي صهیونیستي رژيم  په هوائي حملې کې د حزب ا... لوړپوړی قوماندان بچ شوی دی.

په همدې ارتباط سپوټنیک خبری آژانس هم  دیوې لوړ پورې سرچینې له قوله راپور ورکړی دی،ددغه غورځنګ د یوه لوړپوړي قوماندان فواد شکر  دترور لپاره  سپیره هڅه ناکامه شوې ده.

  د صهیونیسټ رژیم  ۱۳ټیلویژني  چینل هم پخپل  را پور کې  وئیلي دي  چې  د ترور  هدف  له حملې مخکې هغې ودانۍ وتلی ؤ.

همدرااز دلبنان  رسندویو هم راپور ورکړی دی چې  د جنوبی بیروت په ضاحیه سیمې باندې د صهیونیسټي رژیم په حملې کې  دوه کسان شهیدان او ۱۵ټپیان شوي دي. صهیونیستي رسندویو  همداراز د جنوبی لبنا د صاحیې سیمې باندې  ح ملې ته د حزب ا... دمبارزانو  د  ځواب له ویرې د صهیونیسټي رژيم  دپوځ د بشپړ تیارسۍ خبر ورکړی دی او وئيلي ئې دي چې د صهیونیسټ رژیم   مځکنۍ ،سمندري او هوائي ځواک دغې حملې  ته د حزب ا... د  ځواب  اندیښمن دي  او کرار نه لري.  او دغه راز ئې د زیاتره ښارګوټو  او خپلو مرکزونو د پناه ځایونو دروازې پرانیستي دي

https://iqna.ir/fa/news/4229186/

captcha