ایکنانیوز د العربی له قوله راپور راکړ، په لسګونو مسلمانان د دوشنبې په ورځ د بریتانیا د ناکراریو او بلواؤ په اومه ورځ په برمینګم کې په یوه سړک کې د یوه جومات د ملاتړ لپاره سره غونډ شول او حفاظتي کړئ ئې جوړه کړه.
دغو مسلمانانو چې زیاترو د ماسکونو په اچولو سره خپل سرونه پټ کړي وو، په هغو کې ځينو د فلسطین بیرغ هم له ځان سره وړلو، د هغه جومات ګیرچاپیره ئې چې د افراط پالو له خوا ګواښل شوی ؤ یوه حفاظتي کړئ جوړه کړه او خپل یووالی ئې نندارې ته وړاندې کړ.
همدرااز په جنوب لویدیځي انګلستان کې په پلیموث ښار کې د توکمپالنې د مخالفانو او افراطي زوړپالو د پلویانو ترمینځ په نښتې کې چې درې پولیس افسران پکې ټپيان شوي وو، د ښار د اسلامی مرکز په شاخوا کې ئې نګهباني وکړه.
په برمینګم کې مسلمانانو د ؛الله اکبر؛ په شعار سره له جوماته خپل ملاتړ اعلان کړ. د هغو مسلمانانو او مهاجرینو په ضد مظاهرې او اعتراضونه چې د انلګستان ددفاع تنظیم (EDL) په نامې سره یوې ډلې ترسره کړي ،په هغو هوټلو باندې په حملو سره چې مهاجران پکې دیره دي ،یوځای شوې.
بل پلوه د انګلستان د پارلیمان د انتخاباتو یوه خپلواکه کاندید شکیل افسر چې یو پاکستاني الاصله دی ، له خپلو مسلمانو وطندارو وغوښتل چې له کورونو دې بهر نه ووځي او فه زوړپالو افراط پالو سره دې ډغره نه وهي،ځکه دا هماغه شی دی چې دوي ئې غواړي. هغه پخپل ایکس پاڼې کې لیکلی دي، که زوړپال افراطیان وغواړي ،د ښارونو په مرزونو کې غونډې جوړې کړي،نو باید مونږ هلته لاړ نه شو. البته که اعلان وکړي چې نیّت لري، دتاسو د جومات شاوخوا غونډه وکړي، نو تاسو حق لرئ لاړ شئ او لمونځ ادا کړئ او د جومات دفاع وکړئ،خو که دښار مرکز ته راغلل ، نو قدرمنو بیا تاسو هلته مه ځئ.
په چاقو سره د درو انجونو له قتل وروسته او د یرغلګر په باب د ګمراه کونکو پروپيګنډو په خپریدا پسې چې په ټولنیزو چینلونو کې ئې هغه مسلمان معرفي کړی دی،ناکراري زیات شوی دي.د لندن پولیسو په یوې اعلامیې کې ټينګارکړی دی،هغه کسان به چې د مظاهرو له حقه د اوسیبدونکو یا پولیسو په باب د دینی او توکمیز نفرت د خورولو یا د تاؤتریخوالو د اعمالولو لپاره د یوه آوزار په توګه ورڅځه استفاده وکړي، نو ونه زغمل شي.
چارواکو په درست انګلستان کې د جوماتونو له مسئولانو غوښتي دي، خپل امنیتی تدبیرونه دې پیاوړي کړي؛ همدرااز ئې لازیات پولیس د جوماتونو په شاوخوا کې دیره کړي دی. انګریز لومړي وزیر کی پر سټارمر، د افراط پالو بهیر د تاؤتریخوالو په رامینځة کولو تورن کړی او دلاسختو اقداماتو په ترسره کولو کې ئې له پولیسو خپل ملاتړ اعلان کړی دی.