ایکنانیوز د آوا خبری آژانس له قوله راپور راکړ، داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې د ک ابل د دشت برچي سیمې د تیلو ټینکر په تمځاي کې له ترهه ګرې چاودنې څو ساعته وروسته داعش تکفیری ترهه ګرې دلې دیوې اعلامیې په خپرولو سره ددغې حملې مسئولیّت په غاړه واخست.
له دې مخکې د کابل د امنیت د قوماندانۍ ویندوي خالد ځدران وئيلي وو چې د کابل په لویدیځ کې په دشت برچي سیمې کې په یوه مسافر وړونکي بس کې د کیښودل شوي بم چاودنې له امله یو کس وژل شوی او یولس نور ټپیان شوي دي.
ځدراڼ زیاته کړې ده ، امنیتی ماموران سملاسی د پیښې سیمې ته لیږدول شوي او په دې زمینې کې څيړنې پیل شوي دي.
داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې له دې یوه میاشت مخکې هم د کابل ښار په کوټه سنګي سیمې کې په یوه ګاډي کې د چاودنې مسئولیّت هم په غاړه اخستی ؤ.
https://iqna.ir/fa/news/4231402