
ایکنا – د قم المقدس د جامعه المصطفی او د حسینی اربعین د کلتوری او روزنیزې کمیتې په همت سره، یوشمیر پاکستاني مبلغان، د حسینی اربعیّن د زیارتوالو د خدمت لپاره د ایران ختیځي پولو ته لیږل شوي دی.
ایکنانیوز راپورراکوي، د قم المقدسه د جامعةالمصطفی العالمیه پاکستاني مبلغان د حسینی اربعیّن د زیارتوالو د خدمت لپاره د ایران په سیستان او بلوچستان کې ختیخي پولو میرجاوې او ریمدان ته لیږل شوي دی.
د جامعةالمصطفی د محصیلینو د چارو عمومی مدیر حجةالاسلام حسن بُرزو د مبلغانو د بدرګې په دستورو کې چې د پاکستان د بلتستان د روحانیّت د ټولنې له خوا ترسره شوې،پخپلې وینا کې دې ته په اشارط سره چې اټکل کیږي. سږکال د ایران په ختیخي پولو کې سږکال د اربیعن د پاره څه دپاسه ۲۵۰مبلغان او موکبونه په هغو ښارونو کې پاکستاني اوافغانستاني زیارتوال ورڅخه تیریږی، په دیره کیدا سره دیني اوکلتوری فعالیتونه کوي،ووئيل، په دغو مبلغانو کې ښاغلي اوآغلي شاملې دي.
هغه ددې خبرې په کولو سره چې د المصطفی دیني مدرسې مبلغان په دغو شپو ورځو کې د جماعت دلمونځ ترسره کیدا،شرعي مسئلوته ځواب ورکولو او د ماشومانو لپاره د ځانګړو کلتوري پروګرامونو ترسره کیدا په ایجنډا کې لري،ووئيل، مبلغان د پنجشنبې په ورځې لیږل شوي اودحسینی اربعیّن دعملیاتو ترپاي پورې به دوام ولري.

https://iqna.ir/fa/news/4231970