IQNA

د حسینی اربعیّن د زیارت د معجزې په باب د ایرلینډي میرمنې روایت(فیلم)

11:39 - August 19, 2024
د خبر لمبر: 3489720
ایکنا -  له یوې لنډې مودې وروسته مشخصه شوه چې د سینې په سرطان ککړه یم....ټاکل شوې وه ،فوري اپریشن ترسره شي..... دکیمیاي درملو کلینکل ټسټونه مو پیل کړل.....خو اوس د امام حسین عیه السلام د مقدس بارګاه  زما د لومړنی زیارت څخه شپږ کاله تیریږی او زه هرکال حسینی اربعیّن زیارتواله یم.

ایکنانیوز راپور راکوي،یوه ایرلینډ توکمه او مسیحیي میرمن  ؛تارا اوګرادي ؛یوه موده کیږي چې د سرطان په ناروغۍ ککړه وه، او ډير زیات علاجونه ئې وکړل او بلاخره ټاکل شوې وه چې فوري اپریشنونه ئې وشي او ورسره کیمیکل ټسټونه. خو چا ورته د  حضرت امام حسین علیه السلام د اربعیّن پاکه لاره وښودله، دغې ایرلینډي مسیحې میرمنې  دغه لاره غوره کړه، هغه وائي چې په اوڅاره توګه ئې په ځان کې بدلون احساس کړ او دغې لارې ئې ته دوام ورکړ.

دغه مسیحی آیرلینډي میرمن وائي له هغه مهاله چې ددغه معنوي اوروحاني پلی لاریون په معنویّت پوهه شوې یم هر کال مو  ورته سترګې په لاره وي.

د ایرلینډ  دغه مسیحي میرمن تارا اوګرادی د حسینی اربعیّن په شپو ورخو کې  د حضرت امام حسین علیه السلام  دزیارت په معجزې سره  د سرطان له ناروغۍ خداوندمتعال ورته شفا ورړې ده.نو ځکه ئې  فیصله کړې ده  چې د حسینی اربعیّن په پلي لاریون کې  ګډون کوي او له نجف اشرفه تر کربلا پورې  لاریون کونکو یوه برخه کیږي.

ایکنانیوز په دې اړه یوه لنډه شان ویډیو ترلاسه کړې چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4231810

captcha