ایکنانیوز د العالم ټیلیویژنی چینل له قوله راپور راکوي،پاشانتبوشن چې د بشری حقوقو یو فعال او دعمومی ګټو یو ترټولو باؤري وکیل دی ټينګار کړی دی؛اسرائيلو ته د وسلو استول دهند اساسی قانون خلاف ورزي ده.
هغه زیاته کړې ده ،مونږ تل ابیب ته د وسلو له صادراتو سره په ارتباط کې د حکومت په ضد د یوه اپیل په برابرولو لګیا یوو. د اسرائيلو ییدیعوت آحارونوت عبری ژبې ورځپاڼې په همداوروستیو کې د ځينو سرچینو له قوله ایشوا کړې چې هندوستان په غزې کې د جنګ له پیلیدا راهسې د اسرائيلي رژيم لپاره د سپو وسلو او د توپونو ګولۍ لیږي او دا له اسرائيلو سره دهندوستان له خوا یوه لویه مرسته ده.
د هندوستان د سپریم کورټ دغه وکیل زیاته کړې ده،دهیګ نړیوالې محکمې فیصله کړې ده چې اسرائيل د فلسطین د خلکو په ضد په عامې وژلې بوخت دي.هندوستان د نسل وژنې په ضد دنړیوالو کنونشن یو لاسلیک کونکی هیواد دی چې وائي هیڅ هیواد دې له نسل وژنې سره مرسته ونه کړي.
د هیګ د انصاف نړیوالې محکمې په تیر مئ میاشت کې د جنوبی افریقا د شکایت په اساس، په غزې تړانګې کې د صهیونیسټ رژيم د حملو د فوري دریدا غوښته کړې او په غزې کې ئې د اسرائيلو جنګ یو ډول د نسل وژنې اقدام بللی دی.
دغه هندي وکیل په دوام کې ټينګار کړی دی ، دغه کنونشن په کلی یا جزئي توګه د له مینځه وړلو په نیّت نسل وژنه د یو کس یا ډلې ،ملی قومي او توکمیزې پرګنې غړوته د روحي یا بدني جدی تاوان واردولو پشمول عملونه معرفي کوي.
د هندوستان د اساسی قانون ۲۱ماده وائي ، هیڅ کس له خپلې شخصي آزادۍ یا له ژونده نشي محرومیدلی مګر هغه مهال چې قانون ئې معلوم کړي.
بوشن ټينګار کړی دی چې هندی حکومت په دغې مادې کې د درج حقوقو دخلاف ورزۍ کونې اجازت نه لري، حتی که دغه کسان هندي هم نه وي.