سنت په لغت کې د خټې ،طبیّت ،عادت ،رودې او سیرت په معنا دی . دا کلمی یا ټکی له ؛سنَ؛ ټکي اخستل شوی دی او تکراریږی او دوام مومي .قرآن کریم فرمائي؛ وَ اِنْ یَعُودُوا فقد مَضَتْ سُنة الاولین؛
که (د اسلام او د خداي د رسول عداؤت ) بیرته وګرځي او دښمني وکړي، نو دهغوي په باب په تیرو وختونو کې د کفارو پّباب کارول شوي رودې باندې عمل وشي::ــ(الانفال ۰ ۳۸)
الهي سنت داسې ضوابط دي چې په الهي افعالو کې شته دي یا داسې رودې دي چې خداي تعالی د عالم او انسان چارو د هغو په اساس تدبیرکوي او اداره کوي ئې . کله چې یو ؛الهی سنت؛ په باب خبره کیږي، نو مقصد ئې دا نه دی چې کوم خاص ،مستقیما او بې واسطې کار له خداوندمتعاله صادریږي، بلکې ممکنه ده ډير وسایل او سببونه لکه طبیعي اوعادي او ډير طبیعي او غیبي کارونه وي او په عین حال کې په خداي تعالي پورې منسوب شي.
د قرآن کریم د آیتونو په اساس لکه د فتح سورې ۲۳ ایت؛ سُنَّةَ اللَّهِ الَّتِي قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلُ وَ لَنْ تَجِدَ لِسُنَّةِ اللَّهِ تَبْديلاً؛ له همدې مخکې الهي سنت ؤ، او په الهي سنت کې هیڅکله سپَڼکی ،اور او تصادف او ټکره به ونه وینې؛.د الهی سنت لپاره درې ځانګړنې په نظر کې درلودلی شي؛
۱ -الهی سنت کومه سپَڼکی اور او ډغره نه دی،بلکې له مخکې یو پلان شوی یو بهیر او روان قاون دی.
۲ - الهی قوانین او سنتونه ، د انسان د وخت ، ځاي اوعقل څخه له حدودو ورآخوا دي. او د امتحان او تیروتنې په اساس نه دي،نو ځکه جامع او نه بدلیدونکي دي.
۳ - الاهي قوانین، د وخت په تیریدا سره زاړه او ناکاره نه کیږي ، الهي سنت ځیني آخروي او ځینی هم دنیوي دی . دنیوی سنتونه ځيني شخصي او ځیني هم اجتماعي دي ؛ اجتماعي سنتونه دوه ډولې دي ،یعني ؛عام؛ (مطلق) او ؛خاص؛( مشروط یا مقیّد) باندې ویشل کیږی. عام سنتونه د انسانانو له ارادې سرهارتباط نه لري او داسې قوانین دي چې هردواړه ډلې او حق او باطل پکې شاملیږي،خو خاص سنتونه یوازې د حق او باطل ډلو په باب دي ؛ ځیني عامو سنتونو کې (مطلق)، دامتونو او انساني ټولنو لپاره د پیغمبرانو د لیږلو له لارې ، ککړتیا، فتنې او او خوښئ او ناخوښۍ سره امتحان؛ د مهلت ورکونکی سنت او د مومنانو او کافرانو د عقوبیت باندې بیړه نه کول پکې شامل دي . ځیني خاصو سنتون کې هم ، په شکر کونې پسې زیات نعمتونه او د ناشکرۍ له امله نعمتونو کمیدا؛؛ دپیغبمرانو د نه منلو له امله دټولنو د اقتدار ددړې وړې کیدا سنت او د اهل باطلو ګام په ګام د ګمراهۍ سنت پکې شامل دي.