IQNA

په عراق کې د حسینی اربعیّن د مستند جوړونې د نړیوالې سیالۍ ترسره کیدا

14:04 - August 24, 2024
د خبر لمبر: 3489747
ایکنا - د عراق د رسندوئي  او ارتباطاتو ټولنې  د پنجشنبې یعني د وږي یا سنبلې دمیاشتې په لومړۍ نیټه د حسینی اربعیّن د زیارت د مستند جوړولو د نړیوالې سیالۍ دترسره کیدا خبر ورکړ.

ایکنانیوز د فرات نیوز له قوله  راپور راکړ، د عراق د ارتباطاتو او رسندوئي ټولنې  په یوې اعلامیې کې د حسینی اربعیّن د زیارت د مستند ج وړونې د سیالۍ دترسره کیدا په اعلان سره ټينګار کړی دی  په دغو سیالیو کې درې برلاسه ویډیو ګانې او درې  انځورونه به و ټاکل او ارزښتمنې جایزې به ورکړل شي.

دغې ټولنې له ګډون کونکو غوښتي دټولنې د انټرنیټي سایټ له لارې دې  د سیالۍ  له شرائطو ځانونه خبر کړي  او یا دې  په ۴۰۴۰ ټيلیفون شمیرې سره تماس ونیسي.

په امام حسین(ع) ښارګي کې د خوړو څه دپاسه یو لک پُرسونه وویشل شول

 د امام حسین(ع) د ښارګي مدیریّت وئيلي دي ، چې د صفرې  له پنځمې تر پنځلسمې نیټې پورې په مودې کې ئې د کربلا بابل  په لاره کې د سید الشهداحضرت امام حسین علیه السلام په زیارتوالو کې څه د پاسه یو لک دخوړو پُرسونه ویشلي دي.

د امام حسین(ع) ښارګي مرستیال مدیر وائل الوائلي  ووئيل؛  د خوړو دغه پُرسونه د ښارګي د کوربه کمیټې د پلان په چوکاټ کې د حسینی اربعیّن په زیارتولو کې ویشل شوي او پر خوړو سربیره  مختلفې میوې  او طبیعي آب میوې  هم ویشل شوي دي.

راه‌اندازی مسابقه بین‌المللی مستندسازی زیارت اربعین در عراق

https://iqna.ir/fa/news/4233228

captcha