IQNA

د هدایت سنت /په قران کښې الهي دود

10:41 - August 29, 2024
د خبر لمبر: 3489773
خدای پاک ج د هدایت د دود له لارې چې د الهي مشرانو په وسیله تحقق مومي انسانان خپل مقصود ته رسوي.

د خدای پاک د هدایت په  سنت کښې  کله نه کله په مطلق ډول  ټول مخلوقات په تیره بیا د مومنانو او د کافرانو په شمول انسانان شاملیږي  او کله نه کله اراده د مومنانو ډلې  له  هدایت کیدا سره اړه لري.

هدایت په لومړۍ معنا هدایت مطلق یا عام او د مومنانو ځانګړی هدایت، هدایت  مقید یا هدایت خاص نومولی دی.

عام هدایت چې تکویني هدایت هم نومول کیږي په معنا کښې د دنیا او د اخرت د ټولو کمالاتو او ګټو په لور د مخلوقاتو د ورکاږلو لپاره کارول کیږي ؛ د خدای پاک ج دا ډول هدایت کښې د عالم ټول مخلوقات له کوچنیو درو رانیولي تر تر ټولو سترو اسماني اجرامونو ، له تر ټولو پستو موجوداتو رانیولي تر ټولو لوړمرتبه جاندارو یعني انسان شاملیږي او موجودات د خپل کمال په لاره کښې تر هغه اندازه چې لپاره یې امکان لري له دغه هدایت څخه برخمن کیږي؛ څرنګه چې په قران کریم کښې هماغه ډول چې د انسان د هدایت لپاره د وحي کلمه کارول شوي دي د نورو موجوداتو لپاره هم کارول شوي ده.

د  «قَالَ رَبُّنَا الَّذِی أَعْطَی کلُ شیءٍ خَلْقَهُ ثمُ هَدَی»، «وَ الَّذی قَدَّرَ فَهَدی»و «الَّذِی خَلَقَنی فَهُوَ یهَدِین په شان ایتونو کښې دا ډول هدایت ته اشاره شوي ده.

دا ډول هدایت غیر اختیاري دی او ټول موجودات ترې ګټه پورته کوي یعني برخمن کیږي.

په بل عبارت خدای پاک موجودات په دې ډول خلق کړی دي چې  په فطري او غیر اکتسابي ډول کولای شي د خپل مطلوب کمال او د خلقت د هدف په لاره کښې ورسیخ شي.

دغه خاص هدایت چې تشریعي هدایت هم ورته ویل کیږي یوازې انسانانو ته بیل دی او هغه هدایت ته ویل کیږي چې د انسان په فطرت کښې په موجود تکویني هدایت سربیره د انبیا علیهم السلام د استولو او د الهي وحي په وسیله انسانانو ته رسیږي.

دغه هدایت هم په لومړي هدایت او دوهم هدایت یا په یوه انعام ویشل کیږي.

لومړنی هدایت د هغو کسانو لپاره دی چې حق ته د رسیدا په هڅه کښې وي.

خدای پاک دغه کسان د تعقل یعني د عقل د قوې له لارې او دغه راز د الهي انبیاو په وسیله په سمه لاره کښې لارښونه کوي.

د رسولانو( پیغمبرانو) د استولو او د اسماني کتابونو د نازلولو سنت د تشریعي هدایت چې د مقید هدایت ښودنه کوي تحقق مومي.

دغه چاره د انسان له فعلیه ارادې سره سمون خوري او د بهرني الهي انبیاو په وسیله چې د خدای پاک لخوا مبعوث کیږي او د داخلي انبیاو له لارې چې هماغه د تفکر او د فکر قوه ده محقق کیږي او انسان د منزل مقصود په لور هدایتوي.

خو د پاداش یعني د انعام هدایت مومنانو ته بیل دی؛ کله چې مومنان له اولیه تشریعي هدایت څخه ګټه پورته کړي او د الهي انبیا علیهم السلام بلنې ته ځواب ورکړي خدای پاک دوې ته د انعام په توګه خاص هدایت ډالۍ کوي.

څرنګه چې دا ډول هدایت د لومړنیو هدایتونو په منلو باندې مقرر دی نو ځکه ورته پاداش یا دوهم هدایت ویل کیږي.

د قران کریم د یونس سورې اوم ایت له هغو ایتونو څخه دی چې تشریحي هدایت ته د پاداش په توګه اشاره کوي.

په دغه ایت کښې متعال خدای فرمايي«اِنَّ الذينَ آمَنوا وَ عَمِلوا الصّالحاتِ يَهديهِم رَبُّهُم بِإيمانِهِم تَجری مِن تَحتِهِمُ الاَنهارُ فی جَنّاتِ النَّعيم»(یونس/7). څرنګه چې له دغه ایت څخه معلومیږي که چیرې بنده صالح مومن وي نو د خدای پاک په ځانګړیو توفیقاتو کښې به شامل شي او د صالحو عملونو او د معرفت درجې ته په ورسیږي.

3489635

captcha