ایکنا خبري اژانس د «الیوم السابع» ورځپاڼې په قول راپور راکړی د مصر د پارلمان استازي خالد طنطاوي د قران کریم د قاریانو او د حافظانو په اتحادیې غږ کړی داسې نوي او پریکنده شرطونه غوره کړي چې د ځینو قاریانو لخوا د قران کریم په قرائت کښې له غمیزې ډکې غلطیانې تکرار نشي.
طنطاوي د مصر د قاریانو او د حافظانو د اتحادیې د مشر« شیخ محمد صالح حشاد« د تیزبینۍ په قدرونې سره په بیلابیلو رسنیو کښې د قران کریم د تلاوت په وخت د قاریانو د غلطۍ په تکرارولو خواشینۍ څرګنده کړه.
هغه د دغه اتحادیې له مشر وغوښتل هغه ټول کسان چې د قران کریم په قرائت کښې دا ډول غلطیانې کوي سخت سزا کړي او په بیلابیلو رسنیو کښې د هغوې د قران کریم د قرائت مخه ونیسي.
خالد طنطاوي د هغو کسانو پرضد چې د قران کریم سپکاوی کوي په پریکنده توګه د قانون د اجرا پرضرورت باندې ټینګار سره د قران کریم د قاریانو او د حافظانو په اتحادیې غږ وکړ چې د قران مجید د قاریانو لپاره پرله پسې د روزنې او زده کړې کلاسونه ترسره کړي.