IQNA

د باکستان دینی عالم څه وائي؛

د اسلامي امت مخ ته له چیلنجونو سره د مقابلې لپاره نبوي تعلیماتو ته د ستنیدا ضرورت

14:18 - September 03, 2024
د خبر لمبر: 3489795
ایکنا - په ایران کښې د پاکستان د تحریک اسلامی ګوند د مشر ساجد علي نقوي استازي د ننۍ دنیا د چیلنجونو د حل کولو لپاره د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د شخصیت او د سیرت د پیروۍ په اهمیت باندې ټینګار سره وویل د اوسمهاله نړۍ پیچلتیاو او د اسلامي ټولنو مخ ته پراتو چیلنجونو ته په پام سره د پیغمبر اکرم له سیرت څخه ګټه پورته او بیلګه اخیستل د ډیرو مشکلاتو د حل کیدا سبب کیدلای شي.

ایکنانیوز راپور راکوی،د صفرې د میاشتې اتویشتمه نیټه د خاتم نبوت حضرت رسول اکرم صلی الله علیه واله وسلم د رحلت له کلیزې سره سمون درلود.
داسې پیغمبر چې په خپل بعث سره یې مکرم اخلاق بشپړه کړل او په خپل اسماني پیغام سره یې په نړیوالو د رحمت او د ورورګلوۍ دروزاره خلاصه کړه.
په همدې مناسبت ایکنا خبري اژانس د پاکستان له یوه عالم سید ظفر علي شاه سره مرکه کړي ده.
د پاکستان دغه عالم  د خپل ځان په  معرفي کولو سره وویل زه حاضردمه د ایران د قم په علمیه حوزې کښې په درس بوخت یم او د تطبیقي تفسیر په برخه کښې مو پي ایچ ډي (Phd)کړي ده او زه دغه راز په ایران کښې  د پاکستان د شیعه مسلمانانو د مشر سید ساجد علي نقوي  استازی او د قم په جامعه المصطفی پوهنتون کښې د پاکستان د طلباو استازی یم.
د پاکستان دغه روحاني د جاهلیت په وخت کښې د پیغمبر اکرم حضرت محمد ص د بعثت د اهمیت په هکله وویل هماغه ډول چې په قراني مطالعاتو او نبوي سیرت کښې لیدل کیږي د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه و اله وسلم بعثت په عربو ټاپووزمه کښې د جاهلیت په وخت کښې بنیادي بدلونونه رامینځته کړل.
قران کریم د مسلمانانو د اسماني کتاب په توګه په دغو بدلونونو باندې د غور لپاره د یوې اصلي سرچینې په توګه ګڼل کیږي.
هغه زیاته کړه په قراني ایتونو باندې استناد سره د جاهلیت په وخت کښې د لویدیځ د ټولنې د ژوند په بیلابیلو اړخونو باندې د بعثت په اغیز باندې غور کولو کښې دغو اړخونو ته اشاره کولای شو
۱ په مذهبي باورونو باندې اغیز
په فردي او ټولنیز کړچار او اخلاقو باندې اغیز
۳ په سیاسي او ټولنیز جوړښت اغیز
سید ظفر علي شاه نقوي په دوام کښې د ننۍ دنیا د چیلنجونو د حل کولو لپاره د پیغمبر اکرم حضرت محمد ص له سیرت څخه د ګټه د پورته کولو په هکله وویل د پیغمبر اکرم حضرت محمد ص سیاسي سیرت د ټولنې د اداره کولو او د حکومت کولو لپاره د جامعې او د کاملې بیلګې په توګه تل د سیاسوالانو او د متفکرانو د پام وړ ده.
هغه ټینګار وکړ د اوس وخت د مشکلاتو په حل کولو کښې د پیغمبر اکرم حضرت محمد ص له سیاسي سیرت څخه د اغیز شیندونکي ګټې د پورته کولو لپاره له لاندې رودو څخه استفاده کولای شو:
۱ ژوره او جامع مطالعه
۲ له جزیاتو د اصولو جلا کول
۳ د زمانې له شرایطو سره تطبیق
۴ له موډرنو اوزارونو څخه استفاده
د پاکستان دغه مذهبي عالم د اسلامي مذهبونو ترمینځ د پیوستون د پیاوړتیا لپاره د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم تعلیماتو ته د بیرته ستنیدا د ضرورت په هکله وویل پیغمبر اکرم په تدبیر او حکمت سره وتوانید د عربو قبائیلو ترمینځ اختلافات حل کړي او په اسلامي ټولنه کښې وحدت او انسجام رامینځته کړي.
دغه تجربه په ننیو ټولنو کښې د وحدت د رامینځته کولو او د اختلافاتو د حل کولو لپاره ډیره تعلیم ورکونکي ده.
د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د خپل نبوت په اوږدو کښې له بیلابیلو کړکیچونو سره مخامخ شو.
له دغو کړکیچونو سره د پیغمبر اکرم د چلند څرنګوالی په اوسنیو شرایطو کښې د کړکیچ د مدیریت لپاره مناسبه بیلګه ده.
دغه پوښتنې ته د ځواب ویلو لپاره چې څرنګه کولای شو د ننۍ ټولنې لپاره د پیغمبر اکرم حضرت محمد ص ټولنیز کړچار نوی کړو نو لاندې ټکو ته پام کولای شو:
۱په انساني ارزښتونو باندې ټینګار سره د سیرت ثابت او کلي اصول
۲ د کورنۍ او د ټولنیزو اړیکو اهمیت
۳ له ظلم او فساد سره مبارزه
۴ د علم او د پوهې اهمیت
 ۵ له  تعلیمانو څخه په خوځنده تفسیر سره د زمانې له شرایطو سره د اصولو تطبیق
۶ کلتوري توپیرونو ته پام کول
۷ له موډرونو اوزارونو څخه استفاده
۸ له بیلابیلو متخصصانو سره ملګرتیا
۹ د زغم او د خبرواترو د کلتور د دودولو عملي بیلګې
۱۰ د ښځو له حقوقو ملاتړ
۱۱ له  بې وزلۍ او تبعیض سره مبارزه
۱۲ د کار او د هڅې د کلتور دودول
 دپاکستان دغه مذهبي عالم ظفر علي شاه د پیغمبر د ښکاره اخلاقي ځانګړتیاو په هکله وویل هغه حضرت ډیرې لوړې ځانګړتیاوې لرلې او له هغو د بیلګې په اخیستلو سره کولای شو هغه زمونږ په فردي او ټولنیز ژوند کښې ډیر اغیز شیندونکی ووسي.
تر ټولو مهمات صفتونه یې دا دي:
د امانت ساتل او رښتیا ویل
مهربانۍ او شفقت
بخښنه او عفو
صبر او زغم
عدالت غوښتنه
خاکساري او تواضع
زړورتیا او ایثار
سید ظفر علي شاه نقوي په اسلامي ټولنه کښې د مکارم اخلاق د سیسټاماټیک کیدا د اهمیت په هکله وویل دغه چاره د لاندې دلایلو په وجه ضروري ده
د اسلامي وحدت او انسجام پیاوړتیا
د ټولنیزو مشکلاتو حل
په نړۍ کښې د اسلام د مقام لوړتیا
فردي او ټولنیز  تکامل
هغه په اوس وخت کښې د معصومین علیهم السلام د سیرت د موډرن کولو او د بیا لوستلو د چیلنجونو په هکله وویل دغه موضوع په دیني باورونو کښې د معصومین علیه السلام د مقام د اهمیت او د اوسمهاله نړۍ د پیچلتیاو په دلیل له لوړ حساسیت څخه برخوره ده.
په دوام کښې د دغه بهیر تر ټولو مهمو خنډونو او حساسیتونو ته اشاره کولای شو:
د ډیرو او د بیلابیلو تفسیرونو اصلي خنډونه
د سرزرۍ زیاتیدل او تکفیر
سیاسي کاري او له دین څخه ناوړه استفاده
د معتبرو سرچینو  او د پيژندنې د مناسبو رودو کمښت
د زمانې او د ځاې د شرایطو بدلون
د دین د اصولو په هکله موجود حساسیتونه
د معصومینو د شخصیتونو په هکله حساسیت
د سنتونو، ادابو او رسمونو په هکله حساسیت
معتبرو سرچینو ته په مطلوبه پام سره د مصادره د مخنیوي لارې چارې
کلتوري او تاریخي تفاوتونو ته پام
د انتقادي یعني د نیوکه کولو او د پوښتنې د کولو د روحیې دودول
د پاکستان دغه مذهبي عالم سید ظفر علي شاه نقوي د اسلامي مذهبونو ترمینځ د وحدت په پیاوړي کولو کښې د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د مقام د اهمیت په هکله وویل پیغمبر اکرم حضرت رسول اکرم صلی الله علیه واله وسلم د مسلمانانو د پیوستون او د وحدت د چورلیز په توګه ګڼل کیږي.
ټول مسلمانان له مذهب او فرقې ورتیر د حضرت محمد ص په نبوت او رسالت اعتقاد لري.
د پیغمبر اکرم اخلاقي سیرت چې د قران کریم پراساس دی د ټولو مسلمانانو لپاره الهام بښونکي ده او د ټولنیزو او د فردي اخلاقو د پیاوړتیا لپاره د یوې ګډې بیلګې په توګه ترې استفاده کیدلای شي.
د پیغمبر اکرم حضرت محمد ص سیرت او د قران کریم تعلیماتو ته په مراجعه کولو سره د اسلامي مذهبونو ترمینځ موجود د نظرونو اختلاف او نور ډیر اختلافات حل کولای شو او تفاهم ته رسیدلی شو.
د پیغمبر اکرم صلی الله علیه واله وسلم سیرت د اعتدال ، د رحمت او د زغم پراساس ولاړ دی او هغه د تاویخوالي او د سرزورۍ په وړاندې د یوه خنډ په توګه عمل کولای شي.
د اسلامي هویت پیاوړتیا
د پیغمبر اکرم ص د عملي سیرت دودول
په دیني مشترکاتو باندې ټینګار
له سرزورۍ سره مبارزه
له رسنیو څخه په استفادې سره د ګډو کانفرنسونو او د غونډو ترسره کول
په ایران کښې د پاکستان د شیعه مسلمانانو د مشر ساجد علي نقوي استازي سید ظفر علي شاه نقوي په پاې کښې ټینګار وکړ د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد ص د بشریت د کاملې بیلګې په توګه کولای شي د مسلمانانو ترمینځ د وحدت او د ورورګلوۍ په پیاوړي کول کښې مهم رول ولوبوي. د پیغمبر اکرم ص د عملي سیرت په دودیدا او په دیني مشترکاتو او ګډولو باندې ټینګار سره کولای شو یوې صلابت لرونکي او ژمنې اسلامي ټولنې ته رسیدلی شو.

captcha