IQNA

د غزې د ملاتړ لپاره د ترکیې د زده کونکو قراني کمپاین

10:27 - September 12, 2024
د خبر لمبر: 3489831
د ترکیې په بورسای ښار کښې په سلګونو ماشومان راغونډل شول چې« له لمونځ سره ژوند ښکلی دی» په نوم سره په یوه پروګرام ترسره کولو سره د فلسطین له خلکو سره پیوستون اعلان کړي.

 د غزې د ملاتړ لپاره د ترکیې د زده کونکو قراني کمپاینایکنا خبري اژانس د ایلک هابر په قول راپور ورکړ دغه پروګرام هر کال د« قران د نسل » په نوم سره د یوې ټولنې لخوا په ماشومانو کښې له لمونځ سره د عشق او د دلچپسۍ د زیاتولو لپاره ترسره کیږي.
د روان کال په پروګرام کښې ماشومان د «اولو» جومات په انګڼ کښې راټول شول او په لاسونو کښې د فلسطین د بیرغونو او د بنرونو په نیولو سره یې د غزې تړانګې له خلکو سره خپل پیوستون اعلان کړ.
په دغه پروګرام کښې چې د قران کریم په تلاوت سره پیل شو ګډون کونکو ماشومان هغه شعرونه ، ایتونه او حدیثونه چې برابر کړي یې وو ولوستل ؛ دوې دغه راز د خپلو همزولو ماشومانو لپاره چې په فلسطین کښې شهیدان شوي دي دعا وکړه.
د بورسا د  قران د نسل د ټولنې استازي« کمیل یلدیریم» په خپلې وینا کښې وویل: څرنګه لمونځ په خپل ژوند کښې منعکس کړو؟ په لمونځ کښې اخرت ته اشاره شته؛ که چیرې د ظلم کونکو او د کفارو په مقابل کښې ودریږو ، هغه وخت زمونږ لپاره اخرت معنا پیدا کوي او دغه اعتقاد زمونږ په ژوند کښې منعکس کیږي.
یلدیریم وویل که چیرې یوازې د خپل پروردیګار لپاره سجده وکړو نو زمونږ دعا  معنا پیدا کوي او زمونږ لمونځ زمونږ له ژوند سره یوځای ښکلی کیږي.
له دغه وینا وروسته لومړی ماشومانو دوه رکعته د شکر لمونځ وکړ او ورپسې په لمانځه سره دغه پروګرام پاې ته ورسید.
دغه راز د غیر حکومتي موسسو استازیو، ښاریزو او د زده کونکو کورنیو په دغه پروګرام کښې ګډون درلود.
https://iqna.ir/fa/news/4235883

captcha