IQNA

حجت الاسلام والمسلمین خاتمي وویل له امام زمان علیه السلام سره بیعت د ظهور په اعتقاد باندې دریدل دي.

10:54 - September 14, 2024
د خبر لمبر: 3489839
د ایران د ساتندویه شورا د فقیهانو غړي حجت الاسلام و المسلمین خاتمي وویل :د قران کریم دوه سوه پنځوس ایتونه له امام زمان علیه السلام سره تعبیر لري او د شیعه او اهل سنتو پینځه سوه روایتونه د حضرت مام زمان علیه السلام او د هغه د ظهور د خصوصیاتو او د هغه د غیبت(ناڅرګندیدا) په هکله دي.

 حجت الاسلام  والمسلمین خاتمي وویل له امام زمان علیه السلام سره بیعت د ظهور په اعتقاد باندې دریدل دي.ایکنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د رهبرۍ د خبرګانو د جرګې غړي حجت الاسلام والمسلمین سید احمدخاتمي د وږې د میاشتې په دوه ویشتمه نیټه د امام زمان علیه السلام د ظهور د انتظار کونکو په ټول کښې چې د قم په جمکران سپیڅلي جومات کښې ترسره شو وویل نن سبا څه د پاسه شپيته زره طلبا د ایران د قم په علمیه حوزه کښې زده کړې کوي او دا د اهل تشیع نړۍ تر ټولو ستره مذهبي حوزه ده زیاته کړه د جمکران مبارک جومات او د حضرت ولي  عصر عج د عنایاتو په هکله باید ووایم   په هغه کسانو چې په حضرت امام مهدي علیه السلام باندې توسل سره په دغه مبارک جومات کښې خپلو غوښتنو ته ورسیدل یو کتاب ورباندې لیکل کیدلای شي.
د ایران د علمیه حوزو د لوړې شورا غړي ډاګینه کړه: د جمکران سپيڅلي جومات ته د علماو اهتمام د دغه جومات ډیر ارزښمن سند دی او هغه څه چې د حضرت ولي عصر علیه السلام د امامت په لومړۍ شپه مهم دي له حضرت امام زمان علیه السلام سره بیعت دی.
خاتمي وویل په لومړۍ شپه او سبا د حضرت ولي عصر علیه السلام د امامت په لومړی ورځ له حضرت امام زمان علیه السلام سره بیعت کول له رسول الله صلی الله علیه واله وسلم سره بیعت کول دي او له رسول الله صلی الله علیه واله وسلم سره بیعت کول له متعال خدای سره بیعت کول دي.
د قران کریم د« فتح »سورې په اتلسم ایت کښې ویل شوي دي هغه کسان چې تاسو سره بیعت کوي له خدای سره بیعت کوي. پردې اساس نن شپه او سبا او انشا الله په ژوند کښې تر مرګه پورې ، دا له خدای سره بیعت دی.
د قم د علمیه حوزې د مدرسینو د ټولنې نائب رئیس خاتمي په دوام کښې وویل له حضرت امام زمان علیه السلام سره زمونږ د نن ورځې بیعت په دغه حق اعتقاد باندې یعني ظهور باندې دریدل دي او مونږ باید ځیر ووسو چې دښمانان مونږ له دغه اعقتاد څخه چې عین محکم توحید دی لیرې نکړي.
د ایران د ساتندویه شورا د فقیهانو غړي سید احمد خاتمي وویل د قران کریم  دوه سوه پنځوس ایتونه د حضرت امام زمان علیه السلام تعبیر لري او د شیعه او د اهل سنتو پینځه سوه روایتونه د حضرت امام زمان علیه السلام او د هغه حضرت د ظهور د خصوصیاتو او  د هغه حضرت د غیبیدا په هکله دي او د امامانو دوه زره روایتونه هم د حضرت مهدي علیه السلام په هکله دي.
پر دې اساس دا ډير مهم دي چې په دغه اعتقاد باندې ودریږو.
د تهران د جمعې لمانځه موقته امام وویل حضرت امام جعفر صادق علیه السلام وفرمائیل حضرت امام زمان علیه السلام دوه غیبتونه( غایب کیدل) لري، غیبت صغری کابو اویا کاله وخت واخیست او غیبت کبرا چې همداس د دغه غیبت په وخت کښې یوو او غیبت کبرا اوږد دی.
لږ شان کسان په دغه اعتقاد دریږي او دوهم شی چې په دغه بیعت کښې مهم دی په حقیقت کښې له دین سره عملي بیعت دی.
هغه وویل د حضرت ولي عصر عج یعني د حضرت امام زمان علیه السلام د غیبت په وخت کښې دیندارۍ ډیره سخته ده او په « بحار» کتاب کښې راغلي دي پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم وفرمائیل؛ د حضرت ولي عصر عج د غیبت په وخت کښې دیندارۍ دې ته ورته ده چې د شپې په تیارې کښې په یوې دشته کښې ازغي له بیخه وباسل شي یعني په لاسو کښې به دې ښخ شي.
 https://iqna.ir/fa/news/4236281

captcha