د اینټرنیټ سایټونو د کاروونکو له پراخ توجه سره مخامخ شوي ده.
دغه ويډیو چې له غزې تړانګې څخه خبریال حسام ثابت لخوا خپره شوي ده له ټولو شرایطو سره سره د استقامت او د دوام لپاره د دغه میرمنې هڅه نندرې ته وړاندې کوي.
دغه ویډیو یوه فلسطینۍ مور ښيي چې په پټو کښې د کرکیلې او کار په وخت خپلو بچیانو ته قران ورزده کوي او له هغې سره خپل نور کوچني ماشومان هم ورسره دي.
ماشوم په دغه ویډیو کښېله خپلې مور وروسته د قران د نبا سورې لاندې ایتونه تلاوتوي.
عَمَّ يَتَسَاءَلُونَ ﴿۱﴾ د څه شي په هکله له یوه بله پوښتنه کوي.
عَنِ النَّبَإِ الْعَظِيمِ ﴿۲﴾ د هغه ستر خبر
الَّذِي هُمْ فِيهِ مُخْتَلِفُونَ ﴿۳چې د هغه په هکله له یو بل سره اختلاف لري
كَلَّا سَيَعْلَمُونَ ﴿۴﴾ داسې نه ده زر به پوه شي
ثُمَّ كَلَّا سَيَعْلَمُونَ ﴿۵﴾ بیا هم داسې نه ده زر به پوه شي
أَلَمْ نَجْعَلِ الْأَرْضَ مِهَادًا ﴿۶﴾ ایا زمکه مو زانګو ونه ګرځوله
وَالْجِبَالَ أَوْتَادًا ﴿۷ او غرونو مو د میخونو په شان کې نه ښودل
وَخَلَقْنَاكُمْ أَزْوَاجًا ﴿۸﴾ او تاسو مو جوړې راوپنځولې
وَجَعَلْنَا نَوْمَكُمْ سُبَاتًا ﴿۹او د تاسو خوب مو د اسانتیا سرچینه وګرځوله
وَجَعَلْنَا اللَّيْلَ لِبَاسًا ﴿۱۰﴾ او شپه مو د تاسو لپاره پوښښ(لباس) وګرځوه
وَجَعَلْنَا النَّهَارَ مَعَاشًا ﴿۱۱او ورځ مو د تاسو لپاره د تاسو معاش وګرځوه
وَبَنَيْنَا فَوْقَكُمْ سَبْعًا شِدَادًا ﴿۱۲او د تاسو پاسه مو اووه اسمانونه جوړ کړل
د تیر میلادي کال له اکتوبر میاشتې راهسې د طوفان الاقصی له عملیاتو وروسته غزې ترانګه له ورانونکي جنګ سره مخامخ ده چې له کبله یې زرګونو کسان شهیدان او ژوبل شوي دي چې اکثره يې ښځې او ماشومان دي.
https://iqna.ir/fa/news/4237094