IQNA

د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د زوکړې په مناسبت په بیروت کښې د قران کریم د محفل جوړیدل

6:31 - September 22, 2024
د خبر لمبر: 3489879
د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد ص او د حضضرت امام جعفر صادق علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په مناسبت د لبنان د بیروت د جنوبي ضاحیه په جوماتونو کښې قراني محلفونه وشول.

ایکنا خبري اژانس د العهد خبري سایټ په قول راپور راکړی دغه قراني محلفونه د لبنان د حزب الله غورځنګ په زیارت د بیروت په جنوبي ضاحیه سیمه کښې وشول او د لبنان مشهورو او نړیوالو قاریانو په دغو محفلونو کښې د وحي د کلام یوشمیر ایتونه تلاوت کړل.
د الابیض محلې په قراني محفل کښې چې د دغه سیمې په القائم عج جومات کښې وشو مرتضی حجازي په فردي غږ او حیدر ترمس ، حسن المجتبی یعقوب ، محمد زین الدین او محمد منتظر عوده په ډله يزو ډول د قران کریم تلاوتونه وکړل.
دغه راز د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د نیکمرغه زوکړې په مناسبت د بیروت د جنوبي  ضاحیه سیمې په المریجه محلې کښې په امام جواد علیه السلام جومات کښې د لبنان د« ایاتو» د قراني ټولنې په زیار له قران سره د انس محفل جوړ شو.
په دغو محلفونو کښې محمد مهدي عزالدین ، یونس یوسف ، محمد غملوش او عباس شري چې د قران کریم مشهور او نړیوال قاریان دي تلاوتونه وکړل.

https://iqna.ir/fa/news/4237665

بچوې: قران ، لبنان ، تلاؤت
captcha