IQNA

د نبوي سیرت په هکله له شکونو سره د مقابلې لپاره په قران استناد اړین دی

13:54 - September 28, 2024
د خبر لمبر: 3489909
د یمن د صنعا د پوهنتون استاد له ایکنا خبري اژانس سره په مرکه کښې ټینګار وکړ چې د نبوي سیرت په هکله له شکونو سره د مقابلې لپاره د قران په تفاسیرو باندې استناد ضروري دی.

د یمن د صنعا د پوهنتون یوه استاد سید ابراهیم الشامي په دې خبرې سره چې ختیځ پيژاندي او د اسلامي امت داخلي دښمانان په غیر واقعي نظریاتو او لیدتوګو سره د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په هکله  یوشمیر  شکونه مطرح کوي چې د هغه حضرت له شان سره سمون نه خوري وویل :له دغو شکونو سره د مقابلې لپاره باید حدیثونو او تفاسیرو ته په مراجعه کولو سره د دنیا خلکو ته له قران څخه اخیستل شوي او سم مطالب بیان کړو.

د اسلامي وحدت اته دیرشم نړیوال کانفرنس د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د نړیوالې ټولنې په زیار سره د وحدت د اوونۍ په ورځو کښې په تهران کښې وشو.

په دغه کانفرنس کښې یوشمیر مسلمانو علماو او فعالانو ګډون درلود او هغوې د اسلامي مذهبونو ترمینځ د وحدت د پیاوړتیا د لارو چارو په زمینه کښې خپلې لیدتوګي مطرح کړې.

د یمن د صنعا د پوهنتون استاد او د دغه هیواد ديني فعال او مبلغ سید ابراهیم الشامي چې په تهران کښې د اسلامي وحدت په نړیوال کانفرنس کښې یې ګډون کړی و له ایکنا خبري اژانس سره په مرکه کښې د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم یوه تر ټولو مهمه اخلاقي ځانګړتیا او صفت جهاد تبین وباله او ویې ویل کامل انسان په الهي صفتونو سره دی او هیڅ داسې کمال او فضلیت نشته : مګر دا چې هغه په پیغمبر اکرم حضرت محمد ص کښې ولټوو.

بې شکه په پیمغبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم کښې تر ټولو ښکاره الهي صفت رحمت او  تسامح دی او خدای پاک په قران کریم کښې د هغه په وخت فرمايلي دي«وَإِنَّكَ لَعَلَى خُلُقٍ عَظِيمٍ: په رښتیا چې ته د  لوړو او نامتو اخلاقو خاوند یې»(د قران کریم د قلم سورې څلورم ایت ) په یوه بل ایت کښې راغلي دي «وَ ما أَرْسَلْناكَ إِلاَّ رَحْمَةً لِلْعالَمينَ:  او مونږ ته د نړۍ د خلکو لپاره رحمت واستولې» پر دې اساس پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د دنیا د خلکو لپاره رحمت دی،  هغه کسان چې د پیغمبر په وخت کښې له هغه سره هم عصره وو دغه رحمت او مهربانۍ درک او احساس کړي وه.

هغه د دغه پوښتنې په ځواب کښې چې هغو شکونو ته د ځواب د ورکولو لپاره چې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په هکله مطرح دي تر ټولو ښه لاره چاره څه ده ؟ وویل مطمئنا پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم تل  ډیرې دښمانان لرلي دي؛ خو دغه دښمانان دوه ډلې دي ؛ داخلي او خارجي ، په دوې کښې هر یوه دښمن د بل دښمن رول  بشپړوي ، داخلي دښمانان د هغه حضرت په هکله ناسم تفاسیر ، حدیثونه او شکونه مطرح کوي چې د پیغمبر له شان سره سمون خوري.

الشامي ټینګار وکړ: له بلې خوا ختیځ پیژاندي دغو حدیثونو ته په پام سره په خپلو اخیستونونو سره د نبي مکرم حضرت محمد  مصطفی صلی الله علیه واله وسلم په هکله غیر حقیقي لیدتوګي او نظرونه بیانوي؛ پر دې اساس پر مونږ واجبه ده چې حقایق بیان کړو او حدیثونو او تفاسیرو ته په مراجعه  کولو سره د دنیا خلکو ته په قران باندې مستند او سم مطالب بیان کړو او د پیغمبر اکرم حضرت محمد ص په هکله هر ډول شک ته ځواب ورکړو.

د یمن د صنعا د پوهنتون استاد وویل: ډیرې نظریات او تئورۍ چې ختیځ پیژاندي یې مطرح کوي هیڅ اساس او بنسټ نلري.

الشامي د نړۍ بدلونونو او شرایطو ته په پام سره د دنیا خلکو ته د نبوي اخلاقو او د سیرت د بیانولو د ضرورت په هکله وویل: بې شکه د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد ص د دنیا د خلکو لپاره ښه بیلګه ده؛ هماغه ډول چې خدای پاک د قران کریم د احزاب سورې په یویشتم ایت کښې فرمايلي دي:  «لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ: په پریکنده توګه د تاسو لپاره د خدای د رسول(په اقتدا) کښې غوره برخلیک دی؛ پر دې اساس هر سړی چې وغواړي د اصیل او د صحیح اسلام په لاره کښې ګام پورته کړي باید نبوي اخلاقو او سیرت ته ورستانه شي.

https://iqna.ir/fa/news/4238677

captcha