ایکنا خبري اژانس راپور راکړی د کویت هیواد د قران کریم د نړیوالو سیالیو دیارلسم پړاو د روان میلادي کال د نوامبر د میاشتې له دیارلسمې تر شلمې نیټې پورې ترسره کیږي.
د قران کریم په دغو سیالیو کښې په لس ګوڼه قرائاتو سره د قران کریم حفظ کولو ، د ټول قران حفظ کولو ، قرائت تحقیق ( د ترټولو ښه غږ انتخابولو ) د کوچنیو ماشومانو د ټول قران حفظ کولو او کوچنیو حافظانو سیالۍ ته اشاره کولای شو.
په همدې اساس د تیرو وختونو په شان د ایران درې استازي د لویانو په برخه کښې د قرائت تحقیق ، د ټول قران کریم د حفظ او د کوچنیو ماشومانو په برخه کښې د ټول قران د حفظ په برخه کښې دغو سیالیو ته استول کیږي.
د خیریه چارو او د اوقافو د موسسې د قراني چارو د مرکز د اعلان پراساس د سیالیو په دغه پړاو کښې د لویانو په برخه کښې حبیب صداقت د قرائت د تحقیق ، محمد رضا زاهدي د ټول قران د حفظ کولو او د کوچنیو ماشومانو د ټول قران د حفظ په برخه کښې محمد حسین ملکي نژاد د ایران د استایو په توګه د کویت د قران کریم سیالیو ته استول کیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4239884